د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو افغانستان ته ١٠ زره نور عسکر لیږي


د ناټو عمومي منشي، یاپ دی هوپ شیفر، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې وو او جمهور رئیس حامدکرزي ورسره د په ارگ ماڼۍ کې ولیدل.

ترلیدو کتو وروسته دواړو مشرانو خبري کنفرانس ته خبرې وکړې.

ښاغلي شیفر خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د انتخاباتو د امنیت لپاره ناټو غواړي دی هیواد ته لس زره اضافي عسکر واستوي.

ښاغلي شیفر په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراگانو د انتخاباتو مسلې ته په یادونې وویل چې دا د افغانستان او نړیوالې ټولنې لپاره یوه مهمه موضوع ده او وی ویل چې که څه هم د افغانستان لپاره د یو ملي مشر ټاکل د افغانانو خپل کار دی خو د یو عادلانه او ازادو انتخاباتو د تر سره کیدو لپاره چې د ناتو په توان کې هرڅه وي سرته به یې ورسوي.

بل پلو، د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله وایې، که چیرته په انتخاباتو کې د خلکو رایه ترلاسه کړي نو د ریاستي سیستم پرځای به پارلماني نظام پلې کړي.

ښاغلی عبدالله د پارلماني نظام گټه د دری گونو قواو په تفکیک کې ویني.

ډاکټر عبداله وایې د ملي شورا پریکړو ته په سپکه کتو او اساسي قانون ته په بی احترامۍ او سرغړونې مجبور شو چې ځان دغې مقام ته کاندید کړي.

ډاکټر عبدالله چې د ملي جبهې له لورې کاندید معرفي شوی وایې د بریالیتوب په صورت کې په افغانستان کې به د انتخاباتو سیستم ته مختلط او گوندي بڼه ورکړی.

همدا رنگ، د اشرف غني کمپاين داسې جوړ شوی چې له رايه ورکوونکو سره د راتلونکي لپاره پر پلانونو يوه مباحثه پيلوي، د بیلګې په توګه داسې يو اقتصادي پلان، چې په زراعتي، ساختماني، معادنونو، بريښنا، اوبو، مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ سکتورونو کې يو مليون نوي کارونه رامنځ ته کوي.

سر شمیرنه، اداري اصلاحات او د گاونډیو سره د اړیکو ښه والې د عبدالله د نورو پروگرامونو څخه شمیرل کیږي.

XS
SM
MD
LG