د لاس رسي وړ اتصالات

چین: داخلي تولیدات د اولیت حق لري


چین د خپل ملک د اقتصاد د تقویه کولو لپاره ٦٠٠ میلیار ډالره انکشافي بودیجه تخصیص کړې ده او ددغې بودیجې د مصرفولو لپاره یې دا معیار ټاکلی چې باید ټولې انکشافي پروژې پخپله چینايي شرکتونو ته ورکړل شي یا په دې لړ کې چینايي شرکتونو ته د اولیت حق ورکړل شي.

د چین حکومت له خپل دغه اقدام نه دفاع کړې ده. پیکینگ په داسې حال کې د پروژو په ورکولو کې چینايي کمپنیو ته د اولیت حق ورکوي چې څه وخت مخکې کله چې د امریکا حکومت غوښتل د خپلې انکشافي بودیجه د لگولو لپاره پر دغه ډول یوه اقدام غور وکړي، نو د چین حکومت احتجاج پیل کړ او ویې ویل چې امریکا یوازې د خپلو داخلي تولیداتو حمایت کوي او دا کار خطرناک دی.

خو اوس چین دغه ډول کوښښ پیل کړی دی او غواړي د خپلې انکشافي بودیجې ټوله گټه یې یوازې د خپل ملک شرکتونو ته ورسیږي.

د چین مطبوعات وايي، د پیکینگ حکومت د جون په اوله حکم کړی چې د حکومت د سرمایه گزارئ د پروژو مسئولین مکلف دي چې یوازې داخلي تولیدات استعمال کړي او که داسې موادو ته ضرورت وي چې په چین کې نه تولیدیږي کولای شي په هغه صورت کې خارجي تولیدات واخلي.

حکومت دا امر هم کړی دی چې که شرکتونه غواړي له بیرون نه مواد وارد کړي نو اول باید د حکومت له مربوطه ادارې نه اجازه واخلي.

نن د چین د خارجه وزارت ویاند کین جانگ په یوې مطبوعاتي غونډې کې وویل، د چین هدف دا نه دی چې یوازې د خپل داخلي تولیداتو ملاتړ وکړي او د خارجي تولیداتو مخه ونیسي. هغه وویل:

"د حکومت له خوا ددغه معیار د اعلانېدو هدف دا دی چې په مارکیټ کې د آزاد رقابت لپاره زمینه برابره شي". هغه وویل، دا معیار د حکومت د اکمالاتو د قانون هیڅ ډول تضاد نلري.

کین جانگ ټینگار کوي چې دا معیار ددې لپاره نه دی وضع شوی چې د خارجي شرکتونو یا تولیداتو مخه ونیسي.

د روان میلادي کال په پیل کې د چین کمونست حکومت ژمنه وکړه چې په خپل ملک کې به له داخلي او خارجي تولیداتو سره یوه ډول سلوک کوي او له نورو حکومتونو نه یې هم غوښتنه وکړه چې پر دغه معیار عمل وکړي او یوازې د خپلو داخلي تولیداتو له ملاتړ او د خارجي محصولاتو د مخنیوي څخه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG