د لاس رسي وړ اتصالات

د مهاجرو پر وضعه نړیوال رپوټ خپور شو


په نړۍ کې د مهاجرو د وضعې په اړه په یوه تازه خپور شوي رپوټ کې راغلي چې تایلنډ، جنوبي افریقا او د غزې تړانگه په تیر یوه کال کې د مهاجرو لپاره تر ټولو ناوړه ځایونه وو.

په دغه رپوټ کې چې په امریکا کې د مهاجرو د کمیټې په نامه یوې غیر حکومتي ادارې خپور کړی، ویل شوي چې په همدې تیر کال کې په برازیل، کوستاریکا او ایکواډور کې د مهاجرو وضعه تر بل هر ځایه بهتره ده.

په دغه رپوټ کې پر تالینډ باندې له دې امله انتقاد شوی دی چې هغه په زرگونو تنه د برما اتباع یې له خپل ملک نه ایستلي دي چې د سیاسي پناه اخیستلو لپاره ورغلي وو. اکثره دغه برمایان په تایلنډ کې په غیرقانوني توگه کار کوي. د تایلنډ حکومت وايي دوی د اقتصادي هدفونو او کار روزگار د پیدا کولو لپاره تایلنډ ته راغلي دي.

د مهاجرو په اړه ددغه رپوټ لیکوال ماریل سمیت وايي، د تایلنډ سمند‏ري ځواکونو هغه کښتۍ بیرته شړلي دي چې برمایان پکې سپاره وو او غوښتل یې تایلنډ ته واوړي.

هغه وویل: "سمندري عسکرو دغه بیړۍ په داسې حال کې بیرته وشړلې چې ماشینونه یې خراب وو. نه خو په کښتیو کې د سپرو زرو تنو لپاره کافي خوراکي مواد او د څښاک اوبه موجودې وې. ددغه مهاجرو ۴٠٠ تنه په انډونیزیا کې وژغورل شول او حتی ځینې یې په داسې حال کې وموندل شول چې د مرگ سرحد ته رسېدلي وو. په سلگونو نور کسان تر اوسه ورک دي او فکر کیږي چې کیدای شي په اوبو کې غرق شوي وي".

په دغه رپوټ کې د سروې په اساس لیکل شوي چې له دوه میلیونه زیات فلسطیني مهاجر د غزې په تړانگه، په اشغال شوې لویدیځه غاړه او په گاونډي هیواد لبنان کې اوسیږي. رپوټ

وايي، په ٢٠٠٨م کال کې د اسرائیل او فلسطینیانو تر منځ د جگړو په سبب د غزې تړانگه د مهاجرو لپاره تر ټولو ناوړه ځای و. همدې پنځه میاشتې مخکې د غزې په تړانگه باندې د اسرائیلو په حمله کې ١۴ سوه فلسطینیان ووژل شول.

د مهاجرو د حقوقو لپاره دغه امریکايي اداره همدارنگه وايي، تیر کال په جنوبي افریقا کې هم مهاجر له سختو مشکلاتو سره مخامخ وو. په دغه ملک کې ډلې ډلې بومي قهرېدلي خلک چې د احتجاج په ډول د جنوبي افریقا لارو کوڅو ته راوتلي وو، پر هغو مهاجرو حملې وکړې چې له د کار روزگار د پیدا کولو لپاره له گاونډیو هیوادونو نه راغلي وو. ددغه ډول حملو له ویرې نږدې ١٠ زره کسان د زمبیا هیواد ته وتښتېدل.

په تیر یوه کال کې سومالیه هغه ملک دی چې تر ټولو زیات خلک یې بهر ته مهاجر شوي دي. رپوټ وايي، نږدې ٦٠ زره سومالیایان د جگړو له ویرې گاونډي هیواد کینیا ته مهاجر شول. په دغه رپوټ کې پر کینیا باندې هم انتقاد شوی دی چې اکثره دغه مهاجر یې په زوره بیرته سومالیایې ته ستانه کړي دي. په سومالیې کې د تیرو څو کلونو راهیسې د حکومتي عسکرو او مخالفو وسله والو ډلو تر منځ جگړې روانې دي.

رپوټ همدارنگه وايي، برازیل ، کوستاریکا او ایکواډو د مهاجرو لپاره تر ټولو ښه ملکونه وو. په دغو ځایونو کې هغو مهاجرو ته چې له کولمبیا نه ورغلي دي، د کاروبار او تجارت د کولو لپاره پیسې په پور ورکړل شوي دي.

د رپوټ لیکوال ماریل سمیت وايي: "برازیل هغه سل تنه عراقیان قبول کړل چې د عراق په یوه سرحدي کمپ کې په ډیرو خرابو شرایطو کې اوسېدل او ډیرو ملکونو یې قبلولو ته زړه نه ښه کاوه".

د مهاجرو کمیټه وايي، تیر کال په نړۍ کې د مهاجرو شمیر ١٣ نیم میلیون تنو ته راکښته شوی دی. رپوټ وايي، په افغانستان کې د جگړې د دوام سره سره په ٢٠٠٨م کال کې نږدې دوه نیم لکه مهاجر له پاکستان نه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

ماریل سمیت وايي: "تیر کال په پاکستان کې هم وضعه خرابه شوه. په خاص ډول د حکومت او طالابانو تر منځ په هغو سیمو کې جگړې ونښتې چې ډیر افغان مهاجر پکې ژوند کوي. اکثره دغه افغان مهاجرینو په پاکستان کې د جگړو له امله خپل کمپونه پرېښودل او ویل یې چې په دغو سیمو کې وضعه د افغانستان تر وضعې هم خرابه ده".

رپوټ وايي، له عراق نه د خلکو د هجرت اندازه راکمه شوې خو بیا هم د هغو عراقیانو شمیر له دوو میلیونو زیات دی چې له هیواد نه دباندې مهاجر دي.

XS
SM
MD
LG