د لاس رسي وړ اتصالات

پولیس: روزگان کې ١٦ یاغیان وژل شوي


افغان مامورین وایی چی افغان او نړۍ والو قواو د افغانستان په جنوب کی لږ تر لږه ١٦ یاغیان وژلي دي.

د روزگان محلي پولیسو او د ولایت چارواکو وویل چی په دې جگړه کی چی پرون د پنجشنبې په ورځ وشوه، د پولیسو یو صاحب منصب هم وژل شوی دی.

او په یوه بله پېښه کی چی هغه هم پرون په کندهار کی شوې او د پولیسو یو موټر د سړک په غاړه په یوه ښخ شوي بم برابر سو، پنځه پولیسان ووژل سول.

XS
SM
MD
LG