د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د حملو په اړه د خوړو د نړیوالې ادارې اندېښنه


د نړیوال غذايي پروګرام چارواکي وايي چې د پېښور د ښار د هوټل چاودنه دا ښيي چې طالبان اوس په پاکستان کې پر خیریه موسسو باندې حملې کوي.

د جون پر ۹مه نېټه په پیښور د پیرل کانتیننتل په هوټل باندې چاودنه وشوه چې په ترڅ کې یې ۹ کسه ووژل سوه.

پاول رایسلي د ڼړیوال غذايي پروګرام ویاند دی او په دغه ورستیو کې د پاکستان څخه بیرته خپل دفتر بنکوک ته راستون شوی دی. هغه د راستنیدو مخکي درې هفتې په پاکستان کې تیري کړې او وایې چې ورستۍ چاودنې د طالبانو ښکاره اهداف څرګندوي چې دوی څه غواړي.

ښاغلیْ رایسلي داسي وايي: "د طالبانو د خواه پر پیرل کانتیننتل هوټل باندې حمله، بشري موسساتو ته او د ملګرو ملتونو سازمان ته یو ښکاره پیغام ورکوي چې طالبان په پاکستان کې د بې ځایه سویو ملکي خلګو سره د مرستې او کمک پر وړاندې خنډونه جوړي او نه غواړي چې د خلګو سره انساني مرستې وسي.

دغه ډول پېښي په کال ۲۰۰۳ کې په بغداد کې هم وسوې او په ترڅ کې یې د ملګرو ملتونو سازمان په نښه سو. دغه راز رایسلي وايي چې د بده مرغه د ملګرو ملتونو سازمان په دې ورستیو کې د ترهګرۍ هدف ګرځیدلی دی او دا به په آسانۍ سره بدل نسي".

د یادولو وړ ده چې په کال ۲۰۰۳ کې په بغداد کې د ملګرو ملتونو پر عمومي مرکز بمي حملې ،۲۲ کسه ووژل.

د پیرل کانتیننتل هوټل، په پېښور کې تر ټولو خوندي هوټل یادېده او د چاودنې پر مهال په دغه هوټل کې ۳۰ نړیوال خیریه کارکونکي موجود وه.

خو رایسلي وايي چې دغه ډول حملې د خیریه موسسو کارکونکي نه دي وېرولي.

مسله چې ماته واضیح سوه دا وه چې د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې د ترهګریزو حملو سره سره، بشري مرستو دوام درلود او د دوو ملیونو څخه زیات بې ځایه سویو خلګو ته یې ډوډۍ، روغتیايي مواد، او د څښاک پاکې اوبه وربرابرولې. او دا یو ډیره مهمه مسله ده.

د ویلو وړه ده چې د پاکستان د سوات او وزیرستان په سیمو کې د جنګ له امله څه نا څه دونیم میلونه ملکي خلګ د خپلو کورونو څخه بېځایه سوي دي او نړیوال غذايي پروګرام د دوی سره بشري مرستې کوي. داسي ویل کېږي چې په راتلونکو ورځو کې نور خلګ هم د خپلو کورنو پرېښېدو ته اړسي ځکه چې د پاکستان اردوی د طالبانو پرضد خپلو حملو ته دوام ورکوي.

دغه راز په سلګونو زره بې ځایه سوي خلګ د پاکستان په کمپونو کې ژوند کوي او یو نیم میلونه نورخلګ په شخصي کورونو کې په سختو شرایطو کې شپې سبا کوي او تر ۲۴ تنو پوري په یوه اطاق کې ژوند کوي. دغه راز نړیوال خوراکي پروګرام وايي چې دوی ځايي خلګو ته هم چې د بې ځایه سویو کډوالو سره کمک کوي او دوی ته ډوډۍ برابروي، خپلې مرستې رسوي.

دغه راز ریزلي زیات کړه چې مشکلات زیات دي خو په عین حال کې دا هیله هم سته چې تر راتلونکي ژمي پوري به جګړه ختمه سي ځکه چې په ژمي کې ضروریات نور هم زیاتېږي او بده هواه به د مرستندویه موسساتو پر فعالیتونو منفي اغیزه وکړي.

خو هغه وویل چې اکثره کورنۍ وايي چې دوی به هغه وخت خپلو کورونو ته بیرته ستانه سي کله چې سیمه په بشپړه توګه خوندي سي ځکه چې دوی وايي چې نه غواړي د دویم ځل دپاره د خپلو کورونو څخه بېځایه سي.

XS
SM
MD
LG