د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند: عملیاتو کې ٢٦ تندلاري وژل شوي


افغان مقاماتو په هلمند کې د طالبانو په خلاف په جگړه کې د بري ادعا کړې ده.

د هلمند د والي ویاند وايي، پرون ناوخته په لښکرگاه کې د ناټو د قواوو په هوايي حملو کې تقریبا ٢٦ تنه تندلاري ووژل شول.

چارواکي وايي، په هرات کې د سرک د غاړې د بم په یوې چاودنې کې شپږ ملکي خلک وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند محمد نقیب آروین وویل، پیښه د جمعې په ورځ ناوخته د هرات د گوزرې په ولسوالۍ کې وشوه.

چارواکي وايي، په پیښه کې درې ښځې هم هغه وخت ووژل شوې چې موټر یې په بم ور برابر شو.

له بلې خوا، ایتلافي قواوې وايي د افغانستان په ختیځ کې یې پر عسکرو حمله شوې او یو عسکر وژل شوی دی. د پیښې دقیق ځای نه دی ښودل شوی.

له دې یوه ورځ مخکې هم په دوو جلا بمي چاودنو کې درې خارجي عسکر وژل شوي وو.

امریکا: فراه کې د جگړې مقرارتو پامال شوي وو

د امریکا پوځ وايي، د فراه په ولایت کې له طالبانو سره په جگړه کې د لږ تر لږه ٢٦ تنه ملکیانو د وژل کېدو علت ممکن دا وي چې امریکايي عسکرو د جگړې مقررات په سمه توگه ندي عملي کړي.

په هغه رپوټ کې چې پرون خپور شو ویل شوي، امریکايي عسکرو د مۍ په څلورمه له طالبانو سره په جگړه کې په داسې ودانیو باندې بمباري وکړه چې فکر کیږي ملکي خلک پکې وو. امریکايي عسکر همدارنگه وايي، په دغه پیښه کې لږ تر لږه ٧٨ تندروان وژل شوي دي.

د پیښه په اړه د داخلی تفتیش په نتیجه کې ویل شوي چې عسکر په سیمه کې د ملکیانو د موجودیت او د بمبارئ له امله د ممکنه زیانونو د اوښتو په تشخیص کې پاتې راغلي او دا کار د امریکا د حکومت د هغو هدفونو په خلاف دی چې غواړي د افغانستان خلکو ته امنیت برابر شي.

خو افغانستان چارواکي بیا په دغه پیښه کې د وژل شویو ملکیانو شمیر ١۴٠ تنه ښيي او امریکايي عسکرو ویلي دي، ددې امکان موجود وو چې په پیښه کې ډیر نور ملکي خلک هم ووژل شي.

XS
SM
MD
LG