د لاس رسي وړ اتصالات

تهران کې نن کراري ده


د اېران پاېتخت داسی ښکاری چې نن د ېکشنبی په ورځ خاموش دی. د سترو مظاهرو رپوټونه نه دی راغلی.

په تېره اونی کې چې کومیمظاهری وشوی په هغوکې له تشدد نه ډکی مظاهری شوی. دغه مظاهری د جمهور رئېس محمود احمدی نژاد د جنجالی انتخاباتو د کآمېابی په سر باندیشوېدی.

خو د اېران دولتی مطبوعات نن د ېکشنبی په ورځ رپوټ ورکوی چې١٣ کسان په هغو نښتو کې وژل شوېدی چې دشنبی په ورځ په مظآهرو کې له پولېسو سره په نښتوکې ووژل شول. د اعتراضونو په لړکې ېوه جومات ته هم اور ور واچول شو.

د تهران پرسړکونو باندی د شنبی په ورځ باندی په زرگونو اېرانېان راټول شوی وو او له پولېسو سره ونښتل.

هغوی دغه د ستر روحانی مشر اېت الله علی خامنه له امر نه د سرغړونی په توگه کاوه چې وېل ېې د جون دمېاشتی ددولسمی نېټی د جنجالی انتخاباتو په برخه کې دېمظآهریبندی شی.

د اېران په پاېتخت تهران کې عېنی شاهدان واېې چې پولېسو په خلکو باندی اوښکی بهوونکی گاز استعمال کړل. په ډنډوېې ووهل او د اوبو توپونه ېې هم د مېرحسېن موسوی د پلوېانو دخورولو لپاره استعمال کړل.

مېرحسېن موسوی په دغو انتخاباتو کې ماتی خوړلی ده. مظآهره چېانو شعارونه ورکول چې مرگ دی وي په دېکتاتور باندی.

په سېاسی جبهه کې ، داېران مطبوعات رپوټ ورکوی چې د پارلېمان رئېس علی لارېجانیپېشنهاد کړېدی چې څرنگه چې د اېران دخلکو اکثرېت په دې عقېده دی چې دهېواد ملی انتخاباتو نتاېجصحېح ندینو پکارده چې دهغوی نظرېاتو ته احترام وشی.

داېران د پرېس ټی وي، په هغه مرکه کې چې مستقېما خپرېدله، لارېجانی ووېل دهغو کسانو ترمنځ دی توپېر وشی چې غواړی د انتخاباتوپه نتاېجو باندی اعتراض وکړی او هغه کسان چې غواړی تمرد او بلواو وکړی.

د پارلېمان رئېسعلی لارېجانی داهم ووېل چې شورای نگهبان چې دانتخاباتو څارنه ېې کوله، پکارده چې له هری ممکنی وسېلی نه کار واخلی چې د مظاهره چېانو د شکاېتونو چاره به وشی او په دقېقه توگه به ېې تحقېقات وشی.

XS
SM
MD
LG