د لاس رسي وړ اتصالات

اېران پر امرېکا غږ او بي بي سي پړه واچوله


د اېران خارجه وزارت د ناکرارۍ پړه پرامرېکا غږ او بي بي سي باندې وراچوي او واېې چې د اېران د انتخاباتو نه وروسته ناکراری مسوولېت ددوی په غاړه دی.

د اېران پرېس ټی وي د خارجه وزارت د نطآق حسن قشقاوی له قوله لېکی چې که هر اېرانی له دغو خبری موسسو سره خبری کوی هغه د اېران د استقلا ل او خاوری د تمامېت خلاف گڼل کېږی او د اېران دملت خلاف د ددښمنی ېو عمل بلل کېږی.

په هغو خبرو کې چې د اېران د خارجه وزارت نطآقدشنبی په ورځ وکړلی هغه امرېکا غږ او بي بي سي د انتخاباتو نه ورو سته ناکرارېو او بلو اگانو د منځته راوستلو لپاره د قوماندی مرکزونه وبلل.

داېران چارواکېو د مطبوعاتو مستقل رپوټونه په کلکه محدود کړېدی چې د مظاهرو رپوټونه ورنکړی. د پېښی عېنی شاهدانو سره د کمپېوټر، انټرنېټاو ټېلېفون په واسطه رابطه کېږی چې هغوی پرسړکونو باندی د خپلو سترگو لېدلی حال بېان کړی.

دخبرونو بله منبع چې هغوی پرې اتکاکوی هغه د ټوېټر او فېس بک په څېر وېب ساېټونه دی او ېو ټېوب دی چې نړی په اېران کې دمظاهرو او دهغو پرخلاف د چارواکېو له اقداماتو له حآله خبره کړی.خبری اژانسونه په هغو خبرو نوباندی هم اتکا کوی چې داېران خلک ېې چاپوي.

XS
SM
MD
LG