د لاس رسي وړ اتصالات

عراق په ېوه جومات کې  ۷۲ تنه وژل شوي


د عراق د ژغورنی ماموران د هغه جومات په خرابه کې په مړو اوژوندېو پسی لټه کوی چې ېوه ځان وژونکی پکی لږ تر لږه ٧٢ کسان ووژل.

په شمالی عراق کې په ېوه بم چونه کې د شنبی په ورځ، د شېعه گانو په ېوه جومات کې٢٠٠ کسان زخمیان شول.دا حمله په، شمالی ښار کر کوک کې، پهداسی وختکېکېږی چې له لس ورځو نه وروسته د امرېکا قواوې د عراق له ښاری سېمونه د خپل مهال وېش له مخی نه وزی.

په ېوه بله پېښه کې ېوه ځان چوونکي له چاودونکېو موادونه ډک موټر په ( تازا) نومی ښارگوټی کې چې چې د کرکوک جنوب ته واقع ده وچاوه.له جومات سره لس دولس کور ونه هم وران شول. په دغه ښارگوټی کې اکثرېت ترکمن خلک اوسېږي.

په مړېو او زخمېانو کې ښځی او ماشومان هم شامل دی. تر اوسه پورې ددغی بم چونی مسوولېت چا په غاړه ندی اخېستی.

له حملی نه لنډ وخت وروسته د عراق صدر اعظم نور ی المالیکی د ترکمنو خلکو مشرانو ته ووېل په خپل عزم کې کلک ودرېږی حتی که په عراق کې امنېت هم خراب شوی وی.

په دغه سېمه کې چې د تېلو له لحاظه ډېره غنی ده تشنج او بحران زېات شوېدی. په داسی حال کې چې کردان غواړی هغه په نېمه خود مختار سېمه کې شامل کړی.

XS
SM
MD
LG