د لاس رسي وړ اتصالات

د وزیرستان جگړو کې ١۴ تنه وژل شوي


د پاکستان چارواکی وایی چی د پاکستان په قبیلوی سیمه کی د طالبانو او پاکستان د پوځ ترمنځ جگړه د دوشنبی په ورځنوره همسخته شویده او لږ تر لږ١۴ کسان پکی ووژل شول.

چارواکی وایی چی افراطیانو د پاکستان د پوځ په مرکزونو باندی په شمالی او جنوبی وزیرستان کی د یکشنبی په ورځ ناوختهد راکټ ډزی پیل کړی. په دغه برخه کی د حکومت د تلفاتو رپوټ ندی راغلی .

په رپوټ کی ویل شویدی چی په مړیو کی زیاتره افراطیان وو او څو ښځی هم پکی وی.

د پاکستان حکومت، د افراطیانو خلاف، په دی تازه وختونو کییوه نوی جبهه دطآلبانو د مشر بیت الله مهسود په خلاف په جنوبی وزیرستان کی پرانیستی ده. د پاکستان قواوی له افراطیانو سره په سوات کی له تیرودوه میاشتو راهیسی په جگړه اخته دی.

ددوشنبی په ورځ دوخته دپاکستان چارواکیو وویل چیقواو او ځایی ملیشوییلږ تر لږه ۴٠ مشکوک افراطیان په هغه جگړه کی ووژل چی د شنبی او یکشنبیپه ورځ ناوخته په قبیلوی سیموکیپیښه شوه.

د پاکستان جمهوررئیس اصف علی زرداری ددوشنبی په ورځ وویل چی دی په دی عقیده دی چی ملت په بشپړ ډول د افراطیانو خلاف، په شمال غربیقبیلوی برخو کیجگړی ملاتړکوی.

ښاغلی زرداری دیکشنبی په ورځ په لړکانه کی په هغه غونده کی خبری کولی چیدهغه د مرحومی میرمنبینظیر بهټو ٥٦ کلیزهگڼل کیدی شوه.بینظیر بهټو په ٢٠٠٧ کال د ډیسیمبر په میاشت کی په یوه داسی حمله کی ووژل شوه چی هم بمونه پکی وچول شول، او هم د ټوپکو ډزی پکی روانی وی.

هغی دراولپنډۍ په ښار کیپه انتخابی مبارزه کی برخه اخیستی وه . یوبل رپوټ وایی توقع ده چی دملگرو ملتونو ماهران بله میاشت پاکستان ته ولاړشی اودهغی د قتل تحقیقات وکړی.

ښاغلی زرداری پرنړیواله ټولنه غږ وکړ چی دامریکا په قدم پسی قدم واخلی او له پاکستان سره مرسته وکړی چی د خپلو ملیونو نو خلکوچی بی کوره شویدی، چاره وکړی شی. هغه داخواست په هغه مقاله کی کړیدی چی په واشنگټن پوسټ کی خپره شویده.

XS
SM
MD
LG