د لاس رسي وړ اتصالات

بغداد کې چادونو ٨ تنه ووژل


د عراق چارواکی وایی چی لږ تر لږه اته کسان د دوشنبی دورځی په چاودنو کی په بغداد کی ووژل شول او تر پنځوسو نه زیات زخمی شول.

پولیس وایی چی په دغو مرگ ژوبلو کی لږ تر لږه دری تنه شاگردان چی خپل وروستی امتحآن ته تلل ، د سړک د غاړی په بم باندی ووژل شول.

دغه شاگردان په مینی بس کی سپاره و او د بغداد صدر په ښارکی یی سفرکاوه. دغه سیمه کی اکثریت شیعه گان اوسیږی. لږ ترلږه دیارلس کسان په دغه چاودنه کی زخمی شول.

د بغدد د کرادا په سیمه کی په یوه موټر بم کی لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول او لس تنه نور زخمی شول. چارواکی وایی چی د سړک دغاړی بم په چاودنه کی د بغداد د شاب په سیمه کی دری کسان ووژل شول او دیرش تنه نور پکی زخمی شول.

رپوټ وایی چی په دی نیژدی میاشتو کی په عمومی ډول، په عراق کی مرگ ژوبله کمه شویده؛ خو طآیفه یی اومذهبی شخړی په پایتخت بغداد کی په دی نیژدی وخت کی بیا را څرگندی شویدی.

ددی میاشتی په سر کی ، د سنی ډلی یو مشر حآرث العبیدي، د بغداد په یوه جومات کی ، د جمعی دورځی له لمانځه نه وروسته ، ووژل شو. دعراق امنیتی چارواکی وایی چی په القاعده پوری تړلی یوی ډلی غړی په دی گومان نیول شویدی چی له دغه مرگ سره تړاولری.

XS
SM
MD
LG