د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار او خوست کې ځانمرگې حملې شوي


افغان چارواکي وايي، په خوست کې په یوې ځانمرگې حملې کې لږ تر لږه پنځه ملکیان وژل شوي دي.

چارواکي وايي، حمله کوونکی پر یوه موټر سایکل سپور و او د ولایت د بریښنا د ریاست مخې ته یې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد وچول.

تر اوسه نده معلومه چې د حمله کوونکي اصلي هدف څو کوو. هیچا ددې حملې مسولیت نه دی اخیستی.

بل پلو، پولیس وايي، نن په کندهار کې یوه ځانمرگي خپل د چاودېدونکو موادو ډک موټر د ملي اردو د موټرو له یوه کاروان سره وجنگاوه او درې عسکر یې ووژل.

چارواکي وايي، په پیښه کې پنځه نور عسکر او دوه ملکیان زخمیان شوي دي.

د رویټر خبري آژانس وايي، طالبانو ددغې حملې مسئولیت اخیستی دی.

د یکشنبې په ورځ، په بگرام کې د امریکا پر نظامي اډې باندې د راکټ په حمله کې دوه امریکايي عسکر ووژل شول.

د پوځ په یوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې په حمله کې شپږ نور امریکايان چې دوه یې ملکیان وو، زخمیان شوي دي.

د طالبانو یوه ویاند زبیح الله مجاهد ددغې حملې مسئولیت هم په خپله غاړه اخیستی دی.

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما په افغانستان کې د تشدد په خلاف د مبارزې او افغان عسکرو د روزنې لپاره د ٢١ زره اضافي عسکرو د لیږلو امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG