د لاس رسي وړ اتصالات

غرب د ایران ناکراریو کې لاسوهنه ردوي


غربی دولتونو داېران د حکومت هغه ادعاگانی په قوی الفاظو رد کړلې چې هغوی داېران د انتخاباتونه وروسته تشدد ته لمن وهی. خو داېران چارواکی دېته ادامه ورکوی چې غرب په دې تورن کړی چې په اېران کې لاسوهنه کوی چې ناکراری پکی پېدا کاندی.

داېران مطبوعات واېې چې د پارلېمان رئېس علی لارېجانی غږ وکړ چې له برتانېې سره د خپلو اړېکو په برخه کې له سره کتنه وکړی. هغه ووېل چې پکارده د پارلېمان غړی په ډېر احتېاط سره له لندن سره داېران په اړېکو له سره کتنه وکړی.

هغه دا تبصری ددوشنبی په ورځ پارلېمان کې په خپله وېنا کی وکړلی.

د ېکشنبی په ورځ د برتانېې خارجه وزېر ډېوېډ مېلبند ووېل چې دی په قاطع ډول هغه نظرېه ردوی چې واېې خارجی هېوادونه د اېران په مظاهره چېانو باندی اثر او رسوخ لری او تر اغېزو لاندی ېې دي.

د امرېکا د استخباراتو د کومېټی رئېسی سناتوری ډاېن فېسټاېن په سی ان ان تلوېزېون کې ووېل چې څومره چې دېته معلومه ده، دوی له انتخاباتو نه وروسته دخلکو په نظرېاتو باندی اثر ندی غورځولی.

په عېن حال کې اېران د ېکشنبی په ورځ BBC راډېو داېمی خبرېال له تهران نه اېستلی دی.

داېران خارجه چارو وزارت په بې بی سی او امرېکا غږ راډېو باندی پړه واچوله چې له انتخاباتو نه ورو سته بلواگانی دوی منځته راوستلی دی.

دامرېکا غږ رئېس ډان آسټېن د اېران تورونه رد کړل او وې وېل چې دامرېکا غږ په دې برخه کې سختی هلی ځلی کوی چې د اېران خلکو ته په دقېقه او صحېح توگه، جامع او د اعتبار وړ خبرونه او معلومات برابر کړی.

هغه داېران حکومت دېته وهڅاوه چې له هغو هلو ځلو نه ډډه وکړی چې خپلو خلکو ته دازادی معلومات د برابرو لو مخه نېسی. هغه ووېل چې ددې نښی نښانی شته دی چې اېران دامرېکا غږ خپرونی په وقفو قوفو بندوی.

XS
SM
MD
LG