د لاس رسي وړ اتصالات

جوزجان او غزني کې چاودنو ٥ ملکیان ووژل


افغان چارواکی واېې نن د سه شنبی په ورځ، د افغانستان په دوه چاودنو کې، پنځه تنه ملکېان ووژل شول. رپوټ واېې ېوه چاودنه د جوزجان په ولاېت کې د سړک د غاړی د بم له امله وشوه اودری افغان مامورېن چې دملگرو ملتونوېوې خېرېه موسسی ته ېې کارکاوه پکی ووژل شول.

دغه موسسه د افغانستان دانکشاف او بشری خدماتو په نامه ېادېږی.

دغه مامورېن د یوې پروژی کتلو ته روان وو. رپوټ واېې چې افغان چارواکی ددغی چاودنی پړه پر طالبانو باندی ور اچوی.

په ېوه بل رپوټ کې دافغانستان چارواکی واېې، د غزنی په ځان مرگی چاودنه کې، دوه ملکېان ووژل شول.ځان مرگي په غزنی کې په ېوه لوېه لاره باندی دنړېوالو قواو پرکاروان باندی برېد کړی و.

چارواکی واېې ځان مرگی برېد کوونکی له خپل موټر چې له چاودونکېو موادونه ډک و، د نړېوالو قواو له ېوه کاروان سره چې په غزنی کې ېې نن د سه شنبی په ورځپه ېوه لاره سفرکاوه، وجنگاوه.

رپوټ واېې په دغه چاودنه کې دنړېوالو قواو عسکرو ته ځانی تلفات ندی ور واووښتي.

دفرانسی خبری اژانس واېې ، ېاغی طالبانو، ادعا کړېده چې دابرېد دوی کړی دی.
ددوشنبی په ورځ افغان پولېسو ووېلپه کندهار کې ېوه بل ځان مرگي خپل موټر له نظآمی کاروان سره جنگولی دی؛ دری افغان عسکر ېې وژلی دی او دوه ملکېان ېې زخمي کړېدي. د روېټر خبری اژانس ووېل طالبانو ددغی حملی دمسوولېت اخېستلو ادعا هم کړېده.

دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما امر کړېدی چې ٢١ زره نور امرېکا ېې عسکر او روزونکي افغانستان ته ولېږی؛ چې له ېوې خوانه د طالبانو له بغاوت سره چې حالات ورځ په ورځ خرابوی جگړه وکړی او له بلې خوانه دافغانستان په بېا رغاونه کې برخه واخلی.

رپوټ واېې که څه هم زېات خارجی عسکر افغانستان ته رسېدلی دی خو په تېرکال کې مرگ ژوبله، دامرېکا په مشرۍ په ٢٠٠١ کال له ېرغل نه وروسته وخت راهېسی خپل اوج ته رسېدلی ده.

دامرېکا له خوانه افغانستان ته نوی قوماندان جنرال، ستانلیمکرېستلددوشنبی په ورځ ووېل چې دی به په فوق العاده ډول هواېې بمباری په افغانستان کې کمی کړی. داهلی ځلی ددی لپاره کېږی چې د افراطی طآلبانو خلاف جگړه کې ملکی تلفات کم شی.

XS
SM
MD
LG