د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د انتخاباتو نتایج نه فسخ کوو


دایران د مطبوعاتو یو رپوټ نن د سه شنبی په ورځ وایی چی د هیواد قدرتمنه شورای نگهبان به ددغه هیواد د جمهوری ریاست د جنجالی انتخابات نتیجه لغو او فسخ نکړی. ددغی شوری رپوټ وایی چی په انتخاباتو کی ډیر غټ بی قانونه او بی اصوله کارونه ندی شوي.

د شورای نگهبان نطاق عباس علی کدخدايی، ددوشنبی په ورځ ناوخته وویل چی زیات شکایتونو دهغو اقداماتو په برخه کی وو چی له انتخاباتو نه مخکی په اصولی توگه سرته نه ورسیدلی، نه دانتخاباتو په وخت کی او یا وروسته له انتخاباتو نه.

رپوټ وایی دغه انتخابات، برحال جمهوررئیس محمود احمدی نژاد په قاطع اکثریت سره گټلی دی.

د ایران پارلمان د سه شنبی په ورځ اعلان وکړ چی محمود احمدی نژاد ته به د جولای د ٢٦می او اگست میاشتی تر ١٩می پوری د نوی جمهوری ریاست ددوری لپاره د وفاداری سوگند ورکړل شی.

په جلا توگه، دایران دکورنیو چارو دوزارت دانتخاباتو د څانگی درئیس مرستیال علی اصغر شریفی رعد، وویل چی وزارت به دانتخاباتو د هر صندوق درایو نتایج چاپ کړی؛ ددی لپاره چی د جون په دولسمه باندی چی په انتخاباتو کی کوم جنجال راپیدا شویدی په هغو کی ابهام له منځه ولاړشی.

دا انکشاف له هغه نه وروسته منځته راغی چی په رایوکی د ټگی برگی ادعاگانی وشوی، او شورای نگهبان دیکشنبی په ورځ اعلان وکړ چی په پنځوس ښارونو کی درایوشمیر ددغو ځایونو د مستحقو رایو اچوونکیو له شمیر نه زیات دی. ددغو رایو شمیر تر دری ملیونو نه زیاتیدلی شی.

نیویارک ټایمز: ایران منلې چې د انتخاباتو په درې میلیونو رایو کې ممکن ټگي شوې وي

نیویارک ټایمز پرون په خپل یوه رپوټ کې لیکي وو چې ایران منلې ده د جمعې د ورځې د انتخاباتو په درې میلیونو رایو کې ممکن ټگي شوې وي.

د ایران مقامات چې له ډیر وخت نه د عامو ایرانیانو له انتقادونو سره مخامخ دي چې وايي، په انتخاباتو کې درغلي شوې ده، اوس یې منلې ده چې په پنځوسو ښارونو کې د رایه ورکونکو له شمیر نه د اچول شویو رایو شمیر زیات دی. د ایران حکومتي تلویزیون دا رپوټ په داسې حال کې خپروي چې د ایران ستر روحاني مشر دوه ورځې مخکې ټنیگار وکړ چې انتخابات بې طرفه وو.

نیویارک ټایمز لیکي، خو د ایران مقاماتو ویلي چې د درې میلیونو د رایو په شمیر کې دغه اختلاف د ایران له قانون نه سرغړونه نه ده او د ایران شورای نگهبان ویلي دي چې تر اوسه دا نده معلومه چې دا کار به د انتخاباتو په نتایجو کې د بدلون باعث شوی وي.

ورځپاڼه لیکي، د ایران د خارجه وزارت ویاند حسن قشقاوي د دوشنبې په ورځ وویل چې په انتخاباتو کې د ایران د ۴٠ میلیونه رایه اچوونکو ٨٥ فیصده وگړو برخه لرله. هغه پر غربي قوتونو او ادارو انتقاد وکړ چې د ایران د انتخاباتو او وضعې په باب افترا او درواغ خپروي. قشقاوي وویل، د انتخاباتو په نتیجه کې به هیڅ بدلون رانشي او د لویدیځ مطبوعاتو ته به اجازه ورنکړي چې دغه مسئله نوره هم غټه کړي.

نیویارک ټایمز لیکي، د ایران د خارجه وزارت نطاق د خپل ملک انتخابات د امریکا له انتخاباتو سره مقایسه کړل او ویې وویل: "هیچا د امریکا خلک دې ته را ونه پارول چې مظاهرې وکړي". ځکه چې دوی د جورج بوش د بیا انتخابېدو سره مخالف وو. او ویې ویل: د شورای نگهبان ویاند عباس علي کدخدايي د بل کاندید محسن رضايي دا انتقاد رد کړی چې وايي په ١٧٠ انتخاباتي حوزو کې بې نظمي موجوده وه.

XS
SM
MD
LG