د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستاني طالبانو د مشر یو مهم مخالف وژل شوی


د پاکستان پولیس وایی د افراطیانو هغه مشر چی د پاکستان د طالبانو له مشر بیت الله مهسود سره مخالف وهغهد سه شنبی په ورځ باندی، په شمال غربی پاکستان کیوژل شویدی.

پولیس وایی د افراطیانو دغه قوماندان قاری زین الدین په خپل دفتر کی په دیره اسمعیل خان کی و چی ټوپک والاو پرهغه ډزی وکړی او دهغه په دفتر کی یی دهغه یومرستیال زخمی کړ.

زین الدین په بیړ ه باندی روغتو ته ویوړل شو او هلته له رسیدو سره سم له معاینی نه وروسته اعلان وسو چی هغه مړ شویدی.

رپوټ وایی چی زین الدین پخواپه جنوبی وزیرستان کی دافراطیانو قوماندان و او پهدی نیژدی وخت کی یی اعلان وکړ چی دی به دهغو پلان شویونظآمی عملیاتو ملاتړ وکړی چی د بیت الله مهسود خلاف کیږی.

چارواکی وایی چی د زین الدین یوه ساتونکی په بیړه د هغه دفتر ته ورننوت او د سهار له لمانځه نه وروسته یی وواژه. ددغه کار هدف تراوسه ندی معلوم. خو داسی معلومیږی چی په بیت الله مهسود او دهغه په پلویانو باندی ددی خبری شک کیدلی شی.

همدارنگه د سه شنبی په ورځ د جنوبی وزیرستان ځایی خلک وایی چی دامریکا یوی بی پیلوټه الوتکی دبیت الله مهسود په مورچل باندی دتوغندیو ډزی وکړی او شپږ تنه افراطیان یی ووژل.

د پاکستان پوځ د مهسود د مورچلونو خلاف دنوی تهاجمی حملی لپاره ځانونه چمتو کوی. د پاکستان جیټ الوتکیو په دی تازه ورځو کی دمهسود پر اهدافو باندی هوایی بمباری کړیدی.

ډان ورځپاڼه: پوځ مولانا فضل الله محاصره کړی:

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د دوشنبې د ورځې په گڼه کې راغلي دي چې د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک د دوشنبی په ورځ په اسلام آباد کې وویل، امنیتی قواو په سوات کې د طالبانو د تحریک مشر مولانا فضل الله محاصر ه کړی دی مگر پوځي مقاماتو دغه رپوټ نه دی تائید کړی.

ښاغلی رحمان وویل، د فضل الله څرک لگیدلی دی او دهغه دتښتیدلو سوال نه پیدا کیږی .دی وائې، چیری چې پټ شویدی ، هغه ځای موږ ته معلوم دی.

مگر ښاغلئ رحمان وائې، دی یوازی فضل الله ندی، ډیر نور فضل الله یان شته چې هغه باید له منځه یوړل شی.

ورځپاڼه لیکی په عینی وخت کې دپاکستان دپوځ نطاق تورن جنرال ددوشنبی مطبوعاتو ته دمعلوماتو دورکولو په وخت کې وویل، دی دفضل الله په باره کې معلومات نلری.

ډان ورځپاڼه لیکی چې دسوات دطالبانو دمشر دځای ځایگی په باره کې تراوسه پوری مؤثق رپوټونه نشته او دا معلومه نده چې دی لاژوندی دی یا دملکنډ دسیمی دعملیاتو په وخت کې وژل شویدی یا نه .

دهغه په باب ضد اونقیض رپوټونه رسیږی. تقریبآ یوه میاشت پخوا داسی رپوټونه خپاره شوی ووچې فضل الله وژل شوی دی مگر حکومت دغه رپوټونه نه تائید کړی او نه ئې ردکړیدی .

ورځپاڼه دپاکستان دکورنیو چارودوزیر له قوله لیکی چې دپاکستان دطالبانو دتحریک مشر بیت اله محسود تراوسه پوری په قبائلی سیمه کې دی او هغه رپوټونه ئې ردکړل چې وائې، ښائې افغانستان ته تښتیدلی وی. هغه وویل، موږ معلومات لرو چې هغه چیری دی او دتیښتی موقع به ورنکړو.

دپاکستان دکورنیو چارو وزیروائې، دفضل الله ورور دعملیاتو په وخت کې وژل شویدی او دکورنی نور غړی ئې دهاریپور په زندان کې بندیان دی.

XS
SM
MD
LG