د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن کې د اورگاډي ټکر ٧ تنه ووژل


د واشنگټن ډي سي چارواکی وایی چی اوه کسان ددوشنبی دورځی د اورگاډی په ټکر کی وژل شویدی.

د واشنگټن ډي سي ښاروال ادریان فینټی وویل چارواکی لا تراوسه پوری هم ددغه ټکر په صحنه کی دژغورنی په عملیاتو لگیا دی او چارواکی به د تازه حالاتو رپوټ ورکوی.

دا ټکر د زمکی په سر اورگاډی په پټلی باندی د واشنگټن په شمال ختیځه برخه کی وشو. د ښار د ترانزیتی امورو چارواکی وایی چی دیوه اورگاډی مخنی برخه د بل له شاتنی برخی سره چی دریدلی و ولگیده او دا تصادم دومره شدید و چی دروان اورگاډی دمخی ډبه خلاصه شوه او اوهواته پورته شوه او ددریدلی اورگاډی په شاتنی برخه راولیدله.

د روان اورگاډی ښځینه چلوونکی هم په دغه ټکر کی وژل شویده. چارواکی وایی چی اویا کسان په دغه ټکر کی زخمیان دی.

د واشنگټن ډی سی ښار وال ادریان فینټی وایی چی دا ټکر په تیرو (٣٣) کلونو کی سابقه نلری.

دامریکا جمهوررئیس براک اوباما او دهغه میرمن میشل اوباما ددوشنبی په شپه د ددغه خونړی ټکر قربانیانو ته د خواخوږی پیغام خپور کړیدی.

XS
SM
MD
LG