د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د طالبانو خلاف پراخ عملیات پیل شوي


د برتانیی عسکرو د طالبانو پر مورچلونو باندی په هلمند کی غټ هوایی برید پیل کړیدی.

په افغانستان کی دناټو په مشرۍ دایساف قوا و نطاق وایی په سوونو عسکر په پراشوت کی د بابا چی په ښارگوټی کی چی لشکرگاه ته نیژدی دی ښکته کړی شویدی.

ایساف وایی په دغو عملیاتو کی تر پنځوسوو نه زیاتو برتانوی عسکرو برخه اخیستی ده او دیاغیانو یوه ستره متقابله حمله یی په شا تنبولی ده. رپوټ وایی په دغه حمله کی یی څو یاغیان هم وژلی دی.

دایساف نطاق امریکا غږ ته وویل چی ددغو عملیاتو مقصد دادی چی په دغه سیمه کی د سیند او کانال هغه برخه خوندی کړی چی هلته دایساف دایمی موجودیت منځته راوستل شی. په عین حال کی دافغانستان په شاوخواکی ٢٢ کسان په گڼو حملو کی وژل شویدی.

XS
SM
MD
LG