د لاس رسي وړ اتصالات

مکریسټل: د افغانستان جگړه کې بدلون لازم دی


افغانستان کې د شاوخوا نوي زرو امریکايي او ناټو ځواکونو نوی قوماندان خپلو مشورو کولو ته تر نن پنجشنبې دوام ورکړ او په تاکید سره یې بیا وویل چې په افغانستان کې جگړه د افغانانو په وسیله گټل کیدې شي.

امریکایي جنرال ستنلي مکرستل د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په افغانسان کې د تشدد د پیښو په وړاندې د جگړې په اړخونو یې د خپلو نورو جنرالانو او افغان ملگرو سره خبرې کړي.

مخکې تردې چې په کندهار کې د ناټو له عمومي قوماندانۍ نه حرکت وکړي جنرال مکرستل وویل چې دا ډیره ښه ده چې افغانستان ته د راتلو سره د خپلو قوماندانانو او افغان ملگرو مشورې اوري او مهمه خبره پکې همدا وه چې څه ډول د یاغیانو په وړاندې جگړې ته دوام ورکړو.

XS
SM
MD
LG