د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني کشمیر کې ځانمرگي ٢ تنه ووژل


د پاکستان د امنیتي چارو مامورین وایی چی په پاکستاني کشمیر کی د یوه ځان مرگه د بم په چاودنه کی دوه عسکر وژل شوی او درې نور زخمي سوي دي.

دغه ځان مرگه نن د جمعې په ورځ په مظفر آباد کی چی د پاکستاني کشمیر لوی مرکزي ښار دی خپل بم د پوځ یوه موټر ته نژدې وچاوه.

له بلي خوا پاکستاني چارواکو ویلي دي چی د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کی هم نن د اردو د موټرو یوه کتار ته نژدې د سړک په غاړه د بم چاودنه وشوه، لږ ترلږه دوه عسکر او یو ملکی سړی یې وواژه. په دې چاودنه کی چی د میران شاه ښار گوټي ته نژدې وسوه، لږ تر لږه ١١ کسه زخمي سوي هم دي.

په دې سیمه کی د پاکستان پوځ د یاغي طالبانو سره په جگړو اخته دی. پرون د امریکا د ملی امنیت صلا کار جیمز جونز د پاکستان پوځ په دې وستایه چی دې ته یې ملا تړلې چی اسلامي یاغیانو ته به ماته ورکوي.

XS
SM
MD
LG