د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: طالبان دې په انتخاباتو کې برخه واخلي


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي پر طالبانو او نورو د تندروانو باندې غږ کړی چې په آینده انتخاباتو کې برخه واخلي او د رایو پر مرکزونو باندې حملې ونکړي.

ښاغلي کرزي نن شنبې په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، انتخاباتو په ملک کې د سولې، امنیت او پرمختگ سبب کیږي او د حکومت پر مخالفو تندروانو یې غږ وکړ چې د اسد په ٢٩مه د جمهوري ریاست او ولایتي انتخاباتو کې برخه واخلي.

کرزي پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې په انتخاباتو کې مداخله ونکړي او بې طرفه پاتې شي.

د جمهور رئیس کرزي علاوه ۴٠ نور کاندیدان د جمهوري ریاست آینده انتخاباتو ته ولاړ دي.

امریکا او څو نورو متحدو ملکونو یې د افغانستان د انتخاباتو د امنیت د نیولو لپاره د زرهاوو عسکرو د لیږلو ژمنه کړې ده.

له بلې خوا، د هلمند مقاماتو نن وویل، په دغه ولایت کې تندروانو حمله کړې او اته پولیس یې وژلي دي.

د هلمند د والي ویاند داود احمدي وویل، وسله والو کسانو لښکرگاه ته نږدې د پولیسو پر یوه پوسته حمله وکړه او په نتیجه کې دغه پولیس ووژل شول.

XS
SM
MD
LG