د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: کراچۍ کې ٥ طالبان وژل شوي


د پاکستان د کراچئ په ښار کې پولیس وايي، پر یوه کور باندې یې په حمله کې د ِطالبانو د مشر بیت الله محسود پنځه کسان وژلي دی.

مقاماتو وویل، دغه کسان د جمعې په شپه ناوخته د سهراب گوټ په سیمه کې په ډزو کې ووژل شول. دوی وايي، څو تنه نور مشکوک کسان تښتېدلي دي.

د کراچۍ د پولیسو مشر وسیم احمد وویل، دا حمله یې وروسته له هغه پیل کړ چې پټه اطلاع یې تر لاسه کړه چې دغه کسان د داخلي بې ځایه شویو په جامه کې د کراچۍ ښار ته راغلي دي. وسیم احمد وویل، دوی په کراچۍ کې د حملو پلان درلود.

پولیسو وویل، د پیښې په ځای کې یې وسلې او مهمات هم پیدا کړي دي.

له بلې خوا، په جنوبي وزیرستان کې د بیت الله محسود په خلاف د پاکستان د پوځ عملیات نن هم دوام لري.

چارواکي وايي، پوځي جټ الوتکو د طالبانو پر مورچو بمباري کړې، ١٢ تنه یې وژلي او په لسهاو نور یې زخمي کړي دي.

XS
SM
MD
LG