د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو او روسیې د همکارئ تړون امضا کړ


ناټو وايي، له روسیې سره موافقې ته رسېدلې چې پوځي همکاري بیرته پیل کړي. د دواړو خواوو تر منځ لس میاشتې مخکې د گرجستان او روسیې د جگړې له امله دغه همکاري په ټپه درېدلې وه.

له روسیې نه تر کاناډا پورې د ډیرو ملکونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یونان کې غونډه کړې ده او په خپلو کې د رسمي همکاریو په ایجادولو غور کوي. دا په تیر اگست کې د روسیې او گرجستان د جگړې را وروسته ددغو ملکونو تر منځ لومړنۍ ناسته ده.

د همدې غونډې په حاشیه کې د ناټو د غړو ملکونو خارجه وزیرانو د خپل روسي هم منصب سره خبرو ته کښیناستلي دي.

ددغې موافقې په نتیجه کې به د ناټو او روسیې تر منځ د سمندري غلو د مخنیوي، د تروریزم ضد مبارزې او د افغانستان په اړه همکاري له سره پیلیږي.

په غونډه گې گډون کوونکي هیوادونه د اروپا د امنیت او همکارئ د تنظیم غړي دي. خارجه وزیران به په اروپا او د افغانستان په گډون په نورو سیمو کې د نظامي عملیاتو د تنظیمولو پر موضوع باندې بحث کوي.

یوه جنجالي موضوع په گرجستان کې د اروپا د امنیت او همکارئ د تنظیم د څارنې پروگرام دی چې دا سه شنبې یې نیټه پای ته رسیږي. روسیې په تیر وخت کې په گرجستان کې د وضعې د څارونکو د موجودیت مخنیوی کړی و.

د یکشنبې په روځ د اروپا د امنیت او همکارئ د تنظیم د بحث د پای ته رسېدو وروسته د اروپايي اتحاد د غړو ملکونو خارجه وزیران به په یونان کې پاتې کیږي او د ایران په اړه پر پالیسیو به خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG