د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې ناامنئ، طالبان او ۷ پولیس وژل شوي


د افغانستان چارواکیو نن وویل چی یاغی طآلبانو پرون د افغانستان په ختیځ کی په جلا جلا حملو کی لږ تر لږه اوه پولیسان وژلی دی.

چارواکی وایی چی یاغیانو د فراه په ولایت کی د پولیسو په امنیتی پوسته باندی حمله وکړه ،چی د پولیسو پنځه صاحب منصبان او لږتر لږه د طالبانو اوه تنه ووژل شول.

بل پلو د فراه په ولایت کی پرون یاغی طالبانو یوافغان پولیس محاصره کړ چی د هغه په محاصره کولو سره جنگ ونښت چی پکی د پولیسو دوه صاحب منصبان او لږترلږه پنځه تنه یاغی طالبان ووژل شول.

د یوه بل خبر له مخی د افغانستان د مخدرهموادو سره د مبارزی وزیر جنرال خدایداد یوه ورځ وروسته له هغه د مخدرهموادو سره د خپل ملک د مبارزی د پالیسی دفاع وکړهچی امریکایی چارواکی په افغانستان کی دکوکنارو د کښت د ورکولو په لار کی د خپلی مبارزی هلی ځلی ناکامی وبللی .

جنرال خدایداد نن په کابل کی خبریالانو ته وویل چی د مخدره موادو سره د مبارزی په لار کی یی ډیر پرمختگونه کړیدی او په هغو کی یی ظرفیتونه لوړ کړی او سیمه ایزی او نړیوالی همکاری یی جلب کړی دی.

XS
SM
MD
LG