د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار امنیه قوماندان او ٩ پولیس ووژل شول


د افغانستان چارواکی وايي چې د کندهار ولاېت دامنېه قوماندان په هغه نښته کې وژل شوی دی چې د افغانستان له خاصو قواو سره پېښه شوه.

دغه خاصه قوه امرېکا روزلې ده. دکندهار د ولاېتی شوری یو معتبر غړی وايي چې د دوشنبی د ورځی په نښته کې لږ تر لږه نهه پولیس ووژل شول.

دغه نښته د څارنوالی د دفتر نه بهر د کندهار په ښار کی وشوه. دا خبره معلومه نده چې دا نښته په څه باندی پېل شوې وه.

افغان چارواکېو د ېکشنبی په ورځ وویل یاغیانو لږ تر لږه اوه پولېسان په یوه جلا حمله کې د فراه په ولاېت کې شنبی په ورځ ووژل.

چارواکی واېې چې لږ ترلږه پنځه پولېسان او اوه تنه طآلبان هغه وخت ووژل شول چې طآلبانو په فراه کې دپولېسو پرېوه مامورېت باندی په پشت رود کې حمله وکړله.

په فراه کې په نورو سېموکې د شنبی په ورځ په بالا بلوک کې طالبانو د پولېسو پرېوه کاروان باندی ناڅاپې حمله وکړله؛ په دغه نښته کې پنځه تنه طالبان او دوه پولېسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG