د لاس رسي وړ اتصالات

یوه الوتکه له ١٥٣ سورلیو سره د هند په سمندر کې راوغورځېده


د ېمن ېوه الوتک له ١٥٣ سورلېو سره دهند په سمندر کې غورځېدلی ده؛ ېوماشوم پکی روغ پېدا شوېدی.

د ېمن د هواېې شرکت ېوه الوتکه دهند په سمندر کې، دکوموروس په ساحل کې راغورځېدلی ده، په دغه الوتکه کې ١٥٣ کسان سپاره وو.

چارواکی واېې چې ېو پنځه کلن ماشوم په سمندر کې له ډوبېدونه ژغورل شوی دی. د دری کسانو مړی او ېو څه نور شېان هم پېدا شوېدی.

د ېمن هواېې شرکت واېې چې الوتکه د سه شنبی په ورځ د ېمن له پاېتخت صنعا نه مارونی ته روانه وه . دا د گرانډ کومورې ېوه ستره جزېره ده.

د الوتکی د راغورځېدلو علت معلوم ندی. خو د ېمن دهواېې چارو ماموران واېې چې هغه وخت چې الوتکه دغیی سېمی ته ورنېژدی کېدله هلته قوی بادونه موجود وو او هغه ددغی پېښې سبب کېدلی شی.

رپوټ واېې په دغه الوتکه کې ١۴٢ سپرلی چې په هغو کې دری ماشومان او ١١ تنه د الوتکی عمله موجوده وه.

د فرانسی د هواېې چارو و زېر ډامېنېک بوسېرېو واېې په ٢٠٠٧ کال کې چې ددوی مفتشانو دالوتکی کتنه وکړه ېو څو نقاېص ېې پکی پېدا کړی وو.

خو هغه ووېل چې دېمن هواېې شرکت په هغه تو ر لېست کې شامل نه و چې اروپا ته له راتگ نه منع شوی وی.

خو دا شرط پرې اېښودل شوی چې ډېره کلکه څارنه او کتنه به ېې کېږی.

د فرانسی خار جه وزارت واېې چې په دغه الوتکه کې ٦٦ فرانسوېان سپاره وو. ېمنی چارواکی واېې چې نورکسان د ېمن، کوموروس، کاناډا، حبشی او اندونېزېا، مراکش او د فلسطېن او او فېلېپېن اتباع سپاره وو.

XS
SM
MD
LG