د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران مظاهرو کې ٢٠ تنه وژل شوي


د ایران د پولیسو قوماندان وايي چه د جمهوری رېاست د انتخاباتو نه وروسته د ډېروغټو مظاهرو په دوران کی شل کسان وژل شوي او زر تنه نورنیول شوي دي.

د فارس دخبری اژانس دراپور نن د پولېسو د قوماندان اسمعېل احمدی مقدم له قوله راپور ورکړ چه دنېول شوو کسانو دجملې نه ېې زېاتره بېرته خوشی شوی دی او ځېنی ېې په تهران کی عامو محکمو ته او ځېنی ېې انقلابی محکمو ته ورمعرفی شوی دی. د بشری حقوقو مدافعان واېې چه په مظاهرو کی دوژل شوو کسانو شمېر دشلو نه ډېر زېات لوړ دی.

د اېران شورای نگهبان مخالفانو ته اخطار ورکړی دی چه نوری مظاهری دې نه کوی. نوموړی شورا واېې چه ښاغلي احمدی نژاد انتخابات وړی دی.

نن اېرانی مقاماتو وروسته د هغې د جمهوری رېاست دېوه مات شوی کاندېد مهدی کهروبی ېوه طرفداره ورځپاڼه وتړله چه کهروبی اعلان وکړ اوسنی حکومت غېر مشروع دی او خپلی مبارزې ته به دوام ورکړی.

XS
SM
MD
LG