د امریکا د خاصو قواوو شاووخوا څلور زره عسکر د هلمند ولایت ته رسېدلي او په دغه ولایت کې یې خپل لومړني پراخ عملیات پیل کړي دي.
دغو قواوو چې ٦٥٠ تنه افغان پولیس او د ملي اردو عسکر هم ورسره ملگري دي، نن سهار وختي د هلمند د سیند کښته خوا ته تعرض پیل کړ. په دغه سیمه کې طالبان تر بل هر ځای ډیر قوي دي.
ځینې قواوې ټاکل شویو کلیو او بازارونو ته د مرمیو ضد موټرونو کې ورغلي خو ځینې عسکر په هلیکوپترو کې سیمې ته رسېدلي دي.
امریکايي عسکر وايي، ددغو عملیاتو هدف له سیمې نه د ورانکارو ایستل او په ملک کې د اسد د ٢٩مې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د امنیت برابرول دي.
دغو عملیاتو ته د "خنجر عملیاتو" نوم ورکړل شوی دی. پاکستان وايي، له افغانستان سره یې پر خپل گډ سرحد باندې ددې دپاره عسکر اچولي چې د هغو یاغیانو مخه ونیسي چې له دې عملیاتو څخه تښتي.
له بلې خوا، امریکايي قواوو یوه ویاند ویلي دي چې د افغانستان په ختیځ کې یاغیانو د سه شنبې په ورځ د دوی یو عسکر نیولی دی. ددې پیښې نور جزیات نه دي خپاره شوي.
د امریکا د خاصو قواوو برید جنرال لېري نیکلسن د هلمند ددغه تازه عملیاتو په باب وویل چې عسکر به په سیمه کې پوستې جوړوي او د خلکو تر منځ به پاتې کیږي.