د لاس رسي وړ اتصالات

صوبه سرحد کې د بې کوره شوو ماشومانو په اړه اندیښنې


یونسیف وائی، دهغو زرگونو ماشومانو دحالت په باره کې ژوره اندیښنه لری چې په صوبه سرحد کې دجنگ دلاسه بی کوره شویدی. یونیسېف زیاتوی، ماشومان، روغتیا، زده کړی او نورو خدمتونو ته عاجل ضرورت لری.

یونیسیف رپوټ ورکړیدی چې تقریبا له دومیلونو کسانو له جملی نه چې دسوات په ناوه کې دجنگ په سبب بی کوره شویدی ، نیمائې ماشومان دی .

دغه اداره زیاتوی چې ډیرماشومان، روغتیا، ښونی روزنی، پوره خوړو، دڅکلو پاکی اوبو، حفظ الصحی او همدغه راز ژغورلو ته عاجل ضرورت لری. یونیسیف زیاتوی چې دغه ستونزی داوړی گرمی هوا لانوری پیسی زیاتی کړی دی.

یونیسیف وائې، خاصه اندیښنه ئې داده چې اوه سوه زره ماشومان به راتلونکی تعلمی کال ضایع کړی . ټاکل شویده چې ښونځی به دسیپټمبر په میاشت کې پرانستل شی .مگردغه اداره وائې، (٣٧٠٠ ) ښونځی به ددرس ویلو لپاره تیارنوی ځکه چې په دغو ښونځیو کې ( ١٥٠٠٠٠ ) زره بی کوره شوو کسانو ته ځای ورکړل شویدی.

دیونیسیف نطاقه ( ویرونیک تاوو) وائې، دهغې اداری په کمپونو کې یوه څه بندوبست کړیدی.دا وائې، دغه ځایونه دساعتیری لپاره دی او یو څه دزده کړی سامانونه هم پکی ایښودل شویدی چې هغه دماشومانو سره مرسته کوی چې دزده کړی سره خپل ځانونه عادی کړی.

دیونیسیف نطاقه وائې، هغه ماشومان چې په کمپونو کې اوسیږی له هغو زرگونو ماشومانونه په ښه موقف کې دی چې دکورنیواودوستانو سره اوسیږی.میرمن تاوو وائې:

په اوس وخت کې زموږ ستونزه دا ده چې هغو ماشومانو ته ورسیږوچې دکورینو او دوستانو سره وسیږی ، ځینی وخت دوی په لیری پرتو سیموکې دیره وی چې موږ ورته درسیدو امکانات نه لرو . ځکه نو په اوس وخت کې زموږ اندیښنه همدا ده ځکه نو موږپوهیږو چې دغه کورنی او ماشومان دڅکلو پاکی اوبه، دحفظ الصحی شرائط او ښونځی نلری .

داپریل دمیاشتی په اخرکې دحکومتی قواو او افراطی طالبانو ترمنځ جگړه پیل شویدیه . په درو هفتوکې څه دپاسه دوه میلونه کسان خپل کورکلی پریښودلو ته مجبورشول. ددغې ستونزی چټکیتا او اندازی دپاکستان حکومت او دمرستو درسولو مؤسسې حیرانی کړی او په دوی باندی دمرستو درسولوله پلوه سخت فشارراغی.

ددوه سوه زرو بی کوره شوو کسانو یوازی لس فیصده ئې په کمپونو کې اوسیږی چې اساسی ضرورتونه ئې پوره شویدی . مگر یو عشاریه اته میلونه بی کوره شوی کسان دکورنیواو دوستانو سره اوسیږی.

یونیسیف وائې، هغه ماشومان او کورنی چې ددوستانو او کورنیو سره په ډیرو بدو شرائطو کې اوسیږی .دغه اداره وائې، موسمی بارونونه به ډیر ژرپیل شی او ډیرو ماشومانوته صحیح غذا نه رسیږی نو دهغو دناروغیوله خطر سره مخامخ دی چې له اوبونه پیدا کیږی.

یونیسیف وائې،دپیسو دکمبود له کبله د بشری مرستو رسول ئې دستونزو سره مخامخ شویدی. دغه اداره وائې، (٥۴٣) میلونو ډالرو ته ضرورت لری چې دیوعشاریه اوه میلونو بی کوره شوو کسانو غم پری وخوری او له دغو پیسو نه ئې دریمه برخه لاس ته راوړی ده.

XS
SM
MD
LG