د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې ٢ امریکايي عسکر او ٣٠ طالبان وژل شوي


د افغانستان د پکتیکا په ولایت کې افغان او امریکايي مقامات وايي، په جگړه کې دوه امریکايي عسکر او نږدې ٣٠ طالبان وژل شوي دي.

دوی وايي جگړه هغه وخت پیل شوه چې طالبانو د امریکايي عسکرو پر یوې اډې باندې حمله وکړه.

چارواکي وايي، د زیړوک په ولسوالۍ کې جگړه هغه وخت ونښته چې طالبانو ډزې پیل کړې. له امریکايي عسکرو سره د ډزو د تبادلې په وخت کې، یوه ځانمرگه حمله کوونکي چې په یوه لوی موټر کې یې چاودېدونکي مواد بار کړي وو، کوښښ وکړ چې د اډې په خوا ورشي خو هدف ته له رسېدو مخکې وویشتل شو. دغه موټر چاودېدلی دی.

جگړه هغه وخت پای ته ورسېده چې امریکايي قواوو د هوايي ځواک ملاتړ وغوښت. افغان مقامات وايي، لږ تر لږه ٣٠ تندروان وژل شوي دي. امریکايي قواوې وايي، د دوی دوه عسکر په چاودنه کې وژل شوي دي.

په جگړه کې لږ تر لږه اووه امریکايي عسکر او دوه افغان عسکر وژل شوي دي.

په همدغه ولایت کې د سه شنبې په ورځ یو امریکايي عسکر لادرکه شو چې ځینې رپوټونه وايي، طالبانو نیولی دی.

په پکتیکا کې سراج الدین حقاني د طالبانو مشري کوي. پر هغه تور دی چې دغه ډول حملې تنظیموي.

په جنوبي ولایت هلمند کې هم نن د امریکا په مشرئ پراخ عملیات دوام لري. ددغو عملیاتو هدف له سیمې نه د طالبانو ایستل او د اسد د ٢٩مې د انتخاباتو لپاره د امنیت ټینگول ښودل کیږي.

په دغو عملیاتو کې د امریکا د خاصو قواوو څلور زره عسکر برخه لري او د عملیاتو د یوې برخې په توگه دوی غواړي د هلمند په لرې پرتو سیمو کې پراختیايي پروژې پیل کړي.

دا له هغه راهیسې چې د امریکا جمهور رئیس براک اوباما د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه، په افغانستان کې تر ټولو پراخ عملیات دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي، د کندهار په ولایت کې د سرک د غاړې د بم په یوې چاودنې کې اووه پولیس وژل شوي دي.

وزارت همدارنگه وايي، په شمالي ولایت جوزجان کې هم د بم په یوې چاودنې کې یو ملکي افغان مړ او یو بل زخمي شوی دی.

XS
SM
MD
LG