د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: اورکزیو کې هوايي بمباري شوې


د پاکستان پوځي هلیکوپترو نن د اورکزیو په سیمه کې د تندروانو پر پټو مرکزونو باندې بمباري کړې ده او لږ تر لږه لس تندلاري یې وژلي دي.

چارواکي وايي، په همدې سیمه کې پرون یوه پوځي هلیکوپتره رالوېدلې وه او ٢٦ عسکر پکې ووژل شول.

حکومت وویل، دا هلیکوپتر د تخنیکي عوارضو له کبله رالوېدلې خو طالبانو ادعی وکړه چې هلیکوپتر دوی راغورځولې ده.

له بلې خوا، د مومندو په سیمه کې هم د حکومت د طرفدارو قبایلي ملیشو او تندروانو تر منځ جگړه روانه ده. په دغه جگړه کې تیره شپه د افغانستان سرحد ته نږدې پیښه شوه لږ تر لږه ١٢ تنه وژل شوي دي.

دا دوهمه میاشت ده چې پاکستان په صوبه سرحد کې د طالبانو په خلاف پراخ عملیات پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG