د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې ٢٠ تنه اعدام شول


ایران شل تنه د نشيي موادو په داسې جرمونو اعدام کړي چې له نشيي موادو سره اړه لري.

د ایران رسمي خبري آژانس ایرنا خبر ورکړی چې دغه شل تنه نن د تهران لویدیځ لور ته د کراج په زندان کې په دار وزړول شول.

‏آ‏ژانس وايي، پولیسو له دوی سره ٧٠٠ کیلو نشيي مواد نیولي وو. ددې هفتې په پیل کې هم رپوټونو وویل چې ایراني مقاماتو په دوو ورځو کې ١٢ تنه د قتل او د نشيي موادو د قاچاق په جرم اعدام کړل.

په ایران کې د قتل، زبر زنا، وسله والې غلا او د نشيي موادو د قاچاق سزا اعدام دی.

ایرانۍ ورځپانې موسوي په خیانت متهم کړی

د ایران یوې مشهورې ورځپاڼې نن لیکلي چې د حکومت مخالف اصلاح طلبه میر حسین موسوي باید د خیانت په تور محاکمه شي ځکه چې هغه د ایران د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروسته د خارجي حکومتونو په غوښتنه په ایران کې مظاهرې لمسولي دي.

د کیهان محافظه کارې ورځپاڼې نن په خپلې سرمقالې کې پر موسوي تور لگولی چې د تیرې میاشتې په انتخاباتو کې له ماتې خوړلو وروسته د امریکا د ایجنټ په توگه یې کوښښ کاوه چې ناامني جوړه کړي.

د کیهان ورځپاڼې دا هم لیکلي چې باید د ایران پخوانی جمهور رئیس او د اصلاح طلبو مشر محمد خاتمي هم د خیانت په تور محاکمه شي.

ښاغلي خاتمي د ایران پر حکومت باندې انتقاد کړی چې د محمود احمدي نژاد د جمهور رئیس کېدو ملاتړ یې کړی او دا کار یې د ډیموکراسئ په خلاف یوه کودتا بللې ده.

د کیهان د ورځپاڼې دغه سرمقاله د ایران د مشهور سخت دریځي ملا حسین شریعت مادري په قلم لیکل شوې ده چې دی د ایران د ستر روحاني مشر سره نږدې اړیکې لري.

د ایران حکومتي تلویزیون خبر ورکړی چې په مازندران کې ٣٥ تنه په دې تور نیول شوي چې د مظاهرو په تنظیمولو کې یې لاس درلود.

مکین: امریکا باید د ایران په اړه جدي موقف ونیسي

د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور جان مکین نن شنبې د ایران په اړه د خپل گوند دریځ یو ځل بیا تکرار کړ او پر حکومت یې غږ وکړ چې په ایران کې د مظاهره چیانو کلک ملاتړ وکړي.

ښاغلي مکین نن د خپل گوند په نمایندگئ په اوونیزه راډیويي بیانیه کې وویل، موږ له هغو ایرانیانو سره ولاړ یو چې د حکومت له سختو چپاوونو سره سره یې په انتخاباتو کې د ممکنه جعلکاریو په اړه خپلو مظاهرو ته ادامه ورکړې ده.

هغه وویل، د ایران خلک د بل څه غوښتنه نه کوي یوازې دا غواړي چې له دوی سره عامه پیوستون اعلان شي او پر هغو کسانو باندې علني انتقاد وشي چې د دوی په خلاف له جبر او ستم نه کار اخلي. مکین وویل، دا کار د امریکا اخلاقي وجیبه ده.

په امریکا کې جمهوري غوښتونکو پر جمهور رئیس اوباما باندې انتقاد کړی دی چې د ایران د پیښو په اړه یې جدي او سخت دریځ نه دی اختیار کړی. خو ښاغلي اوباما ویلي، امریکا د ایران ملي حاکمیت ته احترام کوي او نه غواړي چې په داخلي مسایلو کې یې مداخله وکړي.

XS
SM
MD
LG