د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا نن د خپلواکئ ورځ لمانځي


په امریکا کې نن د جولای څلورمه د استقلال ورځ لمانځل کیږي. ددغې ورځې د لمانځلو لپاره ترتیبات روان دي. په دې مناسبت د آتش بازئ، پوځي مارشونو او کنسرتونو پلان نیول شوی دی.

تمه کیږي چې په واشنگټن او نیویارک کې به نن شپه د آتش بازئ تر ټولو لوی او په زړه پورې مراسم تر سره شي. ډیر کوچني ښارونه اړ ایستل شوي دي چې د اقتصادي بحران له امله د پراخو مراسمو له تجلیلولو نه تیر شي.

جمهور رئیس براک اوباما نن په خپل اوونیز راډیويي بیان کې پر امریکايانو غږ وکړ چې د استقلال په مناسبت د رخصتۍ ورځې په خوښئ تیرې کړي. خو په عین وخت کې یې یو ځل بیا دا خبره تکرار کړه چې ملک یې د روان سخت اقتصادي بحران روان او د عراق او افغانستان د جگړې له مشکلاتو سره مخامخ دی.

ښاغلي اوباما وویل، ددغو مشکلاتو د رفع کولو لپاره د ټولو امریکايانو سخت زیار ته ضرورت دی.

امریکا د ١٧٧٦م کال د جولای په څلورمه له برتانیې نه خپله آزادي واخیسته.

XS
SM
MD
LG