د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د ناټو له اډې سره ځانمرگې حمله شوې


افغان چارواکي وايي، یوه ځانمرگه نن په کندهار کې د ناټو د پوځي اډې له دروازې سره خپل د چاودېدونکو موادو ډک موټر وچاوه. په چاودنه کې دوه ملکیان وژل شوي او ‏۴ نور زخميان شوي دي.

د پوځ او پولیسو چارواکي وايي، چاودنه نن سهار وختي د کندهار د هوايي میدان د عمومي دروازې مخې ته وشوه.

دا په افغانستان کې د نړیوالو قوو یوه له تر ټولو لویو اډو نه ده.

په کندهار کې د دوشنبې د ورځې حمله په داسې حال کې وشوه چې په گاونډي ولایت هلمند کې دا څو ورځې کیږي چې امریکايي عسکرو پراخ عملیات پیل کړي دي.

د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټې رئیس ستر جنرال مایک مولن پرون وویل، د افغانستان لپاره د نوې ستراتیژئ نه راضي یم، خو دې ته حاضر یم چې په دغه ملک کې د عسکرو د شمیر د زیاتوالي او یا کموالي په اړه پیشنهادونه واورم.

XS
SM
MD
LG