د لاس رسي وړ اتصالات

د طآلبانو ضد عملېاتو کې د پاکستان پوځ ١۴ کسان وژلی دی


د طآلبانو ضد عملېاتو کې د پاکستان پوځ ١۴ مشکوک افراطېان وژلی دی. رپوټ واېې دا علمېات د سوات په ناوه کې په تېرو ٢۴ ساعتونو کې شوېدی او په وژل شوېو کسانو باندی داگومان کېده چې جگړه ماران به وی.

نن ددوشنبی په ورځ ېوه نظآمی بېانه واېې چې هغه عسکر چې په سوات کې عملېات کوی هغوی له ځاېې ټوپک والاو سره څو نښتی وکړلی.

په دې ترڅ کې ېې له هغوی نه چاودونکی مواد، مهمات او څو ټوپک ضبط کړېدی. امنېتی چارواکېو له افراطېانو نه ٥٠ کچری هم نېولی دی.

رپوټ واېې چې افراطېانو په کچرو باندی وسله ، مهمات او دارو درمل انتقالول.

د پاکستان پوځ واېې چې په بر دېر کې د سړک دغاړی ېو بم په ېوه موټر باندی وچاود. ېوماشوم په چاودنه کې مړ شو او لس تنه ملکېان پکی زخمی شول.

رپوټ واېې چې تقرېبا دوه ملېونه کسان د پاکستان په صوبه سرحد کې در وانو شخړو له امله بې ځاېه شوېدی. دغه نښتی اوشخړی د سوات په سېمه کې او ېو ه برخه ېې د پاکستان د طالبانو ترکنترول لاندی قبېلوی سېمو کی روانی دی.

پوځ واېې چې تراوسه پورې ۴٨٠٠ کورنی د سوات ناوی ته راستنی شوېدی.

XS
SM
MD
LG