د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د مسکو په عالی غونډه کې د فوق العاده پرمختگ توقع کوی


د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما واېې دی توقع لری چې په مسکو کې دده په مجلس کې د ېو لړ مساېلو په برخه کې، د روسېې له جمهور رئېس دېمېتری مېډوېډېوف سره، فوق العاده پرمختگ وشی.

ښاغلی اوباما نن ددوشنبی په ورځ د دوه ورځنی عالی مجلس په پېل کې دروسېې له جمهوررئېس مېډوېوېډوف او نورو روسی مشرانو سره خبری وکړی.

براک اوباما ووېل چی روسېه او امرېکا ډېر شرېک شېان لری او له ېوبل سره اختلافات هم لری خو هغه اټکل وکړ چې دا عالی مجلس به ددواړو هېوادونو خلکو ته گټه ورسوی.

په دغه عالی مجلس کې به دواړه جمهور رئېس د ستراتېژېکو وسلو د کمښت ېو نوی تړون وکړی چې د زاړه تړون ځاې ونېسی.

زوړ تړون په ١٩٩١ مېلادی کال کې شوی او د سږ کال د ډېسېمبر په مېاشت کې به ېې موده پاېته ورسېږی.

ښاغلی اوباما د روسېې په تلوېزېون کې ووېل چې دده مقصد دادی چې د اټومی وسلو ذخېرې په داسی ډول کمی کړی چې روسېه اوامرېکا په نورو باندی برتری او تفوق ونلری.

XS
SM
MD
LG