د لاس رسي وړ اتصالات

د هلیکوپتر ټکر او چاودنو د ناټو عسکر او ملکیان ووژل


د ناټو د ایساف قواو نطاق وایی چی دناټو دری عسکر چی دوه کاناډایی اویو برتانوی دی؛ د زابل په ولایت کی ددوشنبی په ورځ د هیلیکوپټر په ټکر کی وژل شویدی.

د ناټو یو نطاق وایی چی الوتکه د دښمن په ډز باندی نده غورځیدلې.

همدارنگه په یوه بله چاودنه کی دامریکا دوه نور عسکر په جنوب کی وژل شویدی. دامریکا یوبل عسکر له هغو زخمونو نه مړ شو چی ددوشنبی په ورځ یی د پکتیا په ولایت کی په یوه جگړه کی خوړلی وو.

په عین حال کی افغان چارواکی وایی افراطیانو یو لاسی بم د پولیسو یوه موټر ته ورغورځولی او یوتن پکی مړشویدی. په دی چاودنه کی یو ملکی مړ شویدی او ٢٩ تنه نور د خوست په ولایت کی زخمیان شویدی.

چارواکی وایی دا حمله په خوست کی د پولیسو پریوه کاروان باندی شوی وه او زیاتره قربانیان ملکی خلک وو؛ خو په زخمیانو کی څلور پولیسان هم شامل وو.

د کندهار ځایی چارواکی وایی چی یوه ځان مرگه په کندهار کی، خپل موټر چی له چاودونکیو موادونه ډک و، دناټو دننوتلو ددروازی مخی ته وچاوه. دوه ملکی افغانان یی ووژل او څوارلس تنه نوریی زخمی کړل.

په یوه بل خبر کی ویل شویدی چی روسیی له دی سره موافقه کړیده چی امریکا ته اجازه ورکړی چی ددوی په خاوره وسلی او عسکر افغانستان ته تیر کړی. دامعامله وروسته له هغه نه وشوه چی دامریکا جمهوررئیس براک اوباما او دروسیی جمهوررئیس دیمیتری میډویډیف په مسکو کی مجلس وکړی.

ددغه تړون له مخی به روسیه امریکا ته اجازه ورکړی چی امریکاد روسیی په خاوره باندی دکال ۴٥٠٠ پروازونه وکړی او یا دورځی دولس پروازونه وکړی.

د دوشنبی په ورځ دوخته د امریکا یوه نظامی نطاق براین نران هو، څلور عسکر هغه وخت مړه شول چی د هغوی موټر په کندز کی د سړک دغاړی په بم ور وخوت.

XS
SM
MD
LG