د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د پاکستان دپاره ستراتیژي څیړي


د افغانستان پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي مرستیال وايي، د پاکستان په باب دامریکا په پالیسی کې ډیر ټینگار باید په بشري مرستو باندې وشي.

پال جونز پرون د سه شنبی په ورځ د مشرانو د جرگې د کورني امنیت د جرگه گئ استماعیه غونډې ته وویل، واشنگټن لا پخوا ١٦۴میلونه ډالر ورکړي دي چې څه دپاسه دوه میلونو بی کوره شوو خلکو ته مرسته ورسوي. دې خلکو په صوبه سرحد کې د پوځ او طالبانو تر منځ د جگړو له ویرې یې کورونه پرې ایښي دي.

جونز وویل، د امریکا او پاکستان په اړیکو کې بله مهمه مسئله د پاکستان په داخل کې د طالبانو د هدفونو د ویشتلو دپاره د بې پیلوټه الوتکو استعمال دی.

پاکستان پر دغو حملو انتقاد کړی او دا کار پر خپل حریم تیری بولي. خو د امریکا دیموکرات سناتور کارل لیوین وویل، که د پاکستان چارواکو دا حملې نه وای منظور کړي نو نه به کیدې.

د افغانستان پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي مرستیال په داسې حال کې د امریکا د خپل ملک د مشرانو د جرگې د کورني امنیت کمیټې ته خبرې کولې چې په تیرو دوو ورځو کې په جنوبي وزیرستانه کې بې پیلوټه الوتکو د طالبانو پر هدفونو باندې حملې کړي دي او په هره حمله کې له لسو زیات تندلاري وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG