د لاس رسي وړ اتصالات

نن په ایټالیه کې د اتو صنعتي هیوادونو غونډه ده


د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما په ایټالیې کې دی او نن به داتو صنعتی ملکونو په کلنۍ عالي غونډه کې برخه واخلي.

داتو صنعتی ملکونو مشران د ایټالیې د (له اکیلا) په مرکزي ښار کې راټول شوي دي چیرې چې په تیر اپریل کې یوې زورورې زلزلې نږدې ٣٠٠ تنه ووژل.

ټاکل شوې ده چې د مشرانو ددغې درې ورځنۍ غونډې په سر کې د نړیوال اقتصاد په اړه خبرې وشي.

په همدې غونډه کې د تجارت، اقلیم، د خوړو مسئونیت او له پرمختلونکو هیوادونو سره د مرستې په اړه هم بحث کیږي.

توقع ده چې په دغه غونډه کې د ایران، هندوراس او د چین د سینکیانگ د ایالت د روانو جنجالونو په اړه هم خبرې وشي.

ډیپلوماتان وائې، داتوصنعتی ملکونو مشران احتمال لری چې په بین المللی اقتصادی انفلاسیون او ددغه انفلاسیود اغیزو په باب بحث وکړی چې په پرمختلونکو هیوادونو باندی به ئې تاثیرڅه وی.

د نړیوال تجارت دټولنی رئیس پاسکل لامی د سه شنبی په ورځ وویل، په ټولنیز او سیاسی لحاظ نړیوال اقتصادی بحران به وروسته راشی.

هغه وویل داتو صنعتی ملکونو دمشرانونه به وغواړی چې دتجارت په مخکې پراته خنډونه لیری کړی چې په پرمختلونکو باندی ډیره بده اغیزه کوی.

XS
SM
MD
LG