د لاس رسي وړ اتصالات

لوگر کې چاودنې ٢٥ تنه ووژل


افغان چارواکي وايي، نن د لوگر په ولایت کې د یوه موټر بم په چاودنه کې لږ تر لږه ٢٥ تنه وژل شوي چې ١٢ یې د ښوونځي ماشومان دي.

ځايي پولیس وايي، چاودېدونکي مواد د محمد آغې په ولسوالۍ کې په یوې لارۍ کې چې لرگي پکې بار وو، ایښودل شوي وو چې حمله کوونکو له لرې نه د ریموټ په واسطه وچول. په پیښه کې وژل شوي ماشومان چې له دې لارې تیرېدل، ښوونځي ته روان وو.

په چاودنې کې څلور پولیس او نهه نور کسان هم وژل شوي دي.

په افغانستان کې تندروان معمولا د حکومت د قواوو په خلاف د سرک د غاړې بم استعمالوي خو په دغو چادونو کې اکثره وخت گڼ شمیر ملکي خلک هم وژل کیږي.

په عین وخت کې، ناټو ویلي دي د افغانستان په جنوب کې د سرک د غاړې د بم په یوې چاودنې کې د دوی دوه عسکر وژل شوي دي.

له بلې خوا، یوه امریکايي قومندان ویلي دي چې د دوی څلور زره عسکر چې د تیرې یوې اونۍ راهیسې په هلمند کې په عملیاتو اخته دي، توانېدلي دي چې ددغه ولایت له ډیرو سیمو نه تندروان وباسي.

برید جنرال لیري نیکلسن پرون دا خبره وکړه چې، د هلمند په عملیاتو کې په کافي اندازه امریکايي عسکر برخه لري، خو ویې ویل چې په دغو عملیاتو کې څو زره افغان عسکرو ته ضرورت دی چې په سیمه کې بلد وي. تر اوسه پورې په دغو عملیاتو کې یوازې ٦٥٠ تنه افغان عسکر برخه لري.

XS
SM
MD
LG