د لاس رسي وړ اتصالات

غزني او هلمند کې برتانوي عسکر او افغان پولیس وژل شوي


نن د افغانستان په مرکزي او جنوبي ولایتونو کې په څو پیښو کې دوه برتانوي عسکر، دوه پولیس او څو تنه طالبان وژل شوي دي.

په هغه اعلامیه کې چې ایتلافي قواوو خپره کړې ده، ویل شوي چې عسکرو یې په غزني کې پر یوه مرکز حمله وکړه او څو تنه طالبان یې ووژل.

په پنجشنبې په روځ په یوې بلې پیښې کې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل د سرک د غاړې د بم په یوې چاودنې کې د دوی دوه پولیس وژل شوي دي.

دغه پیښې د افغانستان په جنوب کې د پاکستان سرحد ته نږدې شوې ده.

د برتانیې د دفاع وزارت وویل، د دوی دوه عسکر د هلمند په ولایت کې وژل شوي دي، چیرې چې د تیرې یوې هفتې راهیسې د امریکا څلور زره عسکر د طالبانو په خلاف عملیات کوي.

XS
SM
MD
LG