د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: امریکا د طالبانو د قتل عام د تحقیق مخنیوی کړی و


یوه امریکايي ورځپاڼه لیکي، د بوش حکومت په ٢٠٠١م کال کې په افغانستان کې د ملیشو د یوه قومندان په لاس چې امریکا یې ملاتړ کاوه د بندي طالبانو د قتل عام په اړه د تحقیق مکرر مخنیوی کړی و.

نیویارک ټایمز لیکلي دي چې د امریکا د فدرالي تحقیق ادارې یا (ایف بي آی)، خارجه وزارت او د سره صلیب ادارې په دې باب د تحقیق غوښتنه کړې وه خو سپینې ماڼۍ یې ځکه مخنیوی کړی و چې د هغه قتل عام پر وخت جنرال عبدالرشید دوستم ته د امریکا د استخباراتو ادارې (سي آی اې) معاش ورکاوه.

دوستم او دده وسله وال کسان د هغو سلهاوو او یا ممکن زرهاو طالبانو په وژلو متهم دي چې په ٢٠٠١م کال کې د افغانستان له اشغال وروسته تسلیم شوي وو.

چارواکي په دې باور دي چې ددغو وژل شویو طالبانو مړي په هغه عمومي قبر کې ښخ شوي وو چې په ٢٠٠٢م کال کې د افغانستان په شمال کې د لیلي په دښته کې وموندل شو.

رپوټ وايي، د بوش حکومت اندېښنه لرله چې دغه تحقیقات به د جمهور رئیس حامد کرزي حکومت ته تاوان ورسوي چې دوستم ته یې د دفاع په وزارت کې لوړ مقام ورکړی و.

په امریکا کې د بشري حقوقو د ډاکترانو ادارې پرون ددغه ممکنه قتل عام په اړه د جنايي تحقیق غوښتنه وکړه.

د بشري حقوقو دغه اداره وايي، د بوش د حکومت داسې اسناد یې تر لاسه کړي چې ښيي جنرال دوستم نږدې دوه زره طالبانو په کانتینرولو کې اچولي وو، هغوی د ساه تنگئ له امله وژل شوي وو او د ٢٠٠١م کال په نومبر کې د لیلي په دښته کې تر خاورو لاندې شوي وو.

د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرئ د جنبش گوند دغه رپوټونه شایعه بللې

په کابل کې د جنبش د گوند د یوه نماینده رضا سرای سنگي نه چه کله په دې اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل:

"زه په دې اړه یوازې دومره وایم چې عمومي قبرونه یوه شایعه ده. کله چې د طالبانو د نظام پر وخت طالبانو او جنرال دوستم جنگ کاوه، هغه وخت طالبانو هم قتل عام وکړ، نن ورځ یې هغه شایعه او تورونه پر جنرال صیب دوستم پسې تړلي دي. او له جنرال صیب دوستم سره ایتلافي قواوې یو ځای وې. او که دا شایعه نه وای نو ولې امریکایانو نه خپروله. او نن د جنرال دوستم د دښمنانو له خوا دا شایعه خپره شوې ده. موږ هم د تلویزون او مطبوعاتو له لارې واورېدله دا زه په بشپړ ډول ردوم".

خو په راپور کې ویل شوي چې هغه وخت ځکه امریکا ځکه ددغه ممکنه قتل عام په اړه د تحقیق مخنیوی کاوه چې د امریکا د استخباراتو ادارې جنرال دوستم ته معاش ورکاوه. د جنبش د گوند نماینده په دې اړه وویل:

"دا خبره درواغ ده. جنرال صیب دوستم ته د هغه وخت حکومت معاش ورکاوه. له کومه ځایه چې موږ له جنرال دوستم سره ناسته ولاړه لرله او له هغه نه مو اورېدلي دي، داسې څه وجود نه درلود چې جنرال دوستم ته دې ایتلافي قواوې معاش ورکوي. دا درواغ دي. یوازې ددې لپاره د جنرال صیب دوستم سړي د جگړې په اول خط کې جنگېدل، د همدې لپاره حکومت دغه معاش ورکاوه".

ویل کیږي چې دا وخت جنرال دوستم له افغانستان نه دباندې ژوند کوي. په کابل کې دده د گوند نماینده رضا سرای سنگي وايي:

"په همدې څو هفتو کې جنرال صیب دوستم افغانستان ته راځي. هغه دا وخت په دولت کې موقف لري. د مسلح قواوو د سر قومندانئ رئیس ارکان دی. ځینې مشکلات یې لرل او د تداوئ لپاره ترکیې ته تللی او په نږدې هفتو کې به بیرته افغانستان ته راستون شي".

XS
SM
MD
LG