د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیې افغانستان کې د خپل ماموریت دفاع وکړه


په داسې حال کې چې په تیرو ٢۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ٨ برتانوي عسکر وژل شوي دي، د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ ملیبنډ په افغانستان کې د خپل ملک له ماموریت نه دفاع کړې ده.

مليبنډ نن له بي بي سي سره په مرکه کې وویل، برتانیې به تر هغو په امن کې نه وي، تر څو یې په افغانستان کې امن نه وي ټینگ کړی. هغه ووی، برتانوي قواوې په افغانستان کې د برتانیې د امنیت لپاره مبارزه کوي. ملیبنډ وویل، د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې په برتانیې او امریکا باندې خونړۍ حملې تنظیم شوي دي.

ملیبنډ په داسې حال کې خبرې کولې چې د جمعې په ورځ په افغانستان کېد ناامنیو په څو پیښو کې اته برتانوي عسکر ووژل شول. له دې سره په افغانستان کې د برتانوي عسکرو تلفات ١٨۴ ته رسېدلی. په عراق کې له دې نه پنځه عسکر کم وژل شوي دي.

له اتو زرو زیات برتانوي عسکر دا وخت د هلمند په ولایت کې دېره دي. دوی له زرهاوو امریکايي عسکرو سره په هغو عملیاتو کې برخه لري چې د تیرې یوې هفتې راهیسې په هلمند کې د طالبانو په خلاف ادامه لري.

XS
SM
MD
LG