د لاس رسي وړ اتصالات

روزګان کې عملیات شوي


افغان چارواکی وایی چی د امریکا په مشری د اییتلاف قواوو او د افغانستان پولیسو دولس تنه مشکوک یاغیان د ارزگان په ولایت کی په عملیاتو کی ووژل.

چاروکی ایی چی وروستی نښتی د شنبی په ماښام یو څو ساعته وروسته له هغه جنگ نه وشوی چی ١٩ تنه یاغیان پکی وژل شوی وو.

بل پلو د شنبی په ورځ د لوگر ولایت د چرخ په ولسوالی کی څلور پولیسان د سړک د غاړی د بم په چاودنه کی ووژل شول.

همداشان د هلمند په ولایت کی هم دوه پولیسان د سړک د غاړی د بم په چاودنه کی وژل شوی وو.

دغه مرگ ژوبله په داسی حال کی کیږی چی برتانوی او امریکایی عسکر په هلمند کی د طالبانو پرخلاف خپلو عملیاتو ته ادامه ورکوی تر څو دغه سیمه د طالبانو نه پاکه کړی.

XS
SM
MD
LG