د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: مانسهره کې وسله والو ۵ پولیس وژلي


پاکستانی پولیس وایی چی یوی ډلی وسله والو کسانو پنځه پولیسان او د ځنگلداری یو مامور په صوبه سرحد کی په یوه حملی کی ووژل.

چارواکی وایی چی دغه حمله د شنبی په ماښام په مانسره کی په داسی حال کی وشوه چی پولیس په سیمه کی د یوه قتل د پیښی سیمی ته ورروان وو.

د دی حملی مسولیت تر اوسه پوری چا په غاړه نه دی اخیستی.

بل پلو پولیسو نن یولس تنه مشکوک یاغیان د خیبر په قباییلی سیمه کی هغه وخت ونیول چی د دوی د پټیدو په ځایونو یی حمله وکړه.

د دی نیول شوو کسانو په جمله کی لږ تر لږه څلور تنه خارجی اتباع شامل دی.

د پاکستان پوځ د دوو میاشتو راهیسی په صوبه سرحد کی د طالبانو سره په جگړو اخته دی.

XS
SM
MD
LG