د لاس رسي وړ اتصالات

عراق کې ۵ ایراني ډیپلوماتان خوشې شول


پنځه هغه ایرانی مامورین چی د امریکا لخوا په عراق کی د دوو کالو راهیسی بندی شوی وو،څوو ورځی کیږی چی د بند نه خلاص شوی دی او ایران ته رسیدلی دی.

د امریکا پوځ هغوی په کال ٢٠٠٧ کید شیعه یاغیانو سره د مرستی په تور بندی کړی وو او د پنجشنبی په ورځ یې خوشی کړل.

ایران وایی دغه پنځه کسه چی د بند نه خوشی شول ،هغوی ډیپلوماتان وو.

دوی د پنجشنبی په ورځ عراقی چارواکیو ته وسپارل شول او پرته له ځنډه په بغداد کی د ایران سفارت ته وسپارل شول.

هغوی نن په تهران کی د مهرآباد په هوایی ډگر کی کوز شول او د گڼ شمیر ښاریانو او لوړ رتبه حکومتی چارواکیو لخوا ورته هرکلی وویل شو.

امریکایی چارواکی وایی چی دغه پنځه تنه د امریکا او عراق د امنیتی تړون له مخی خوشی شوی دی، د دی امنیتی تړون له مخی به امیتی مسولیت عراقیانو ته ورسپارل کیږی.

امریکایی مقامات زیاتوی چی دغه بندیان د ایران سره د کومی سیاسی معاملی پر بنیاد نه دی خلاص شوی دی.

XS
SM
MD
LG