د لاس رسي وړ اتصالات

د جلریز امنیه قومندان په چاودنه کې وژل شوی


افغان چارواکي وايي، د میدان وردگو په ولایت کې د سرک د غاړې د یوه بم په چاودنه کې د جلریز امنیه قومندان له درې نورو پولیسو سره وژل شوی دی.

تر اوسه پورې ددغې پیښې نور جزیات نه دي خپاره شوي.

بل پلو، د ناټو چارواکي وايي، د افغانستان په ختیځ کې د تشدد په یوې بلې پیښې کې یو خارجي عسکر وژل شوی.

که څه ناټو نه دي ویلي چې وژل شوی عسکر د کوم ملک دی، خو د اسوشیټډ پرس خبري آژانس ویلي دغه عسکر امریکايي و.

له دې پیښو یوه ورځ مخکې، ناټو ویلي وو چې د هلمند په ولایت کې د سرک د غاړې د بم په یوې چاودنه کې د امریکا دوه عسکر وژل شوي دي.

په افغانستان کې په ٢٠٠١م کال کې د طالبانو د راپرځېدو وروسته، تیر یو کال د بهرنیو عسکرو لپاره تر ټولو خونړی کال و. په دغه کال کې له ١٩٠ زیات عسکر وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG