د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د جندالله ١٣ غړي اعدام کړل


د ایران حکومت مطبوعات وايي، ایران د جندالله د سني تندرو ډلې ١٣ غړي اعدام کړي دي.

رپوټ وايي، دغه کسان نن د زاهدان د ښار په یوه زندان کې په دار وزړول شول.

د ایران خبري آژانسونو پرون د دوشنبې په ورځ د حکومت له قوله ویلي وو چې د جندالله ١۴ تنه غړي به چې ددغه گوند د مشر عبدالملک ریگي ورور عبدالحمید ریگي هم پکې شامل دی، په عام محضر کې اعدام کړي؛ خو چارواکو نن مطبوعاتو ته ویلي چې ریگي به ددې هفتې په پای کې په دار وزړول شي.

رپوټ وايي، چارواکي په وروستۍ شیبه کې تصمیم بدل کړی او پریکړه یې وکړه چې دغه کسان به په عام محضر کې نه بلکه زاندان په داخل کې اعداموي.

د ایران چارواکي وايي، دغه تندلاري ترهگر دي او د خلکو د وژلو علاوه یې ډیر نور جنایتونه هم کړي دي.

د جندالله الله ډله د ایران په جنوب خیتځه برخه کې د پاکستان سرحد ته نږدې فعاله ده.

XS
SM
MD
LG