د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د الوتکې رالوېدو ١٦٨ مسافرین ووژل


د ایران دولتی مطبوعات وايي چې ددغه هیواد په شمال لوېدیز کې یوه مسافر وړونکې الوتکه رالوېدلې ده چې ټول ېو سلو اته شپېته تنه سپرلئ ېې وژل شوي دي.

د اېران دولتي تلویزون وايي ایراني مسافر وړونکې الوتکه نن د ارمنستان پایتخت ایریوان ته روانه وه چې داېران د شمالی ښار قزوېن سره نژدی راولوېدله.

د ایران دمطبوعاتو راپورونه وايي چې الوتکه د تهران د امام خمېنی دنړېوال هواېې ډگر نه پورته شوه او پوره شپاړس دقېقې وروسته راولوېدله.

د کسپېن دهواېې شرکت په نامه ددغې الوتکې دلوېدلو نه وروسته چې کوم تلوېزونی فلمونه اخستل شوی دی ښېې چې هره خواېې ټوټی پرتی دی او دلوگی لوخوخړی ورڅخه پورته کېږی. اېرانی مقامات واېې چې په الوتکه کی ېو سلو دری پنځوس تنه مسافران او پنځلس کسه عمله سپاره ؤ.

د کسپېن هواېې شرکت دروسې او اېران ېو شرېک تجارتی شرکت دی او د نور لس سوه نوي مېلادی په لسېزه کی جوړ شوی ؤ.

د تخنېکی عوارضو له کبله اکثرا ېو شمېر اېرانئ الوتکې راولېږی ځکه چې پوره خېال ېې نه ساتل کېږی او ښه پاملرنه ورته نه کېږی.

اېران پخوا دا خبره کړی وه چې دامرېکا دسختو اقتصادی بندېزونو له امله نه شی کولی د خپلو الوتکو له پاره په بازار کی پرزه جات واخلی. مگر د کسپېن دهواېې شرکت الوتکی خو په روسېه کی جوړی شوی دی او دامرېکاېې بندېزونو اثر پری چندان ډېر زېات نه پرېوزی.

XS
SM
MD
LG