د لاس رسي وړ اتصالات

د ناپېیلو هیوادونو غونډه په مصر کې پیل شوه


د نړۍ مشران د ناپېیلو هیواودنو په عالي غونډه کې د گډون لپاره د مصر د سرې بحیرې د شرم الشیخ په تفریحگاه کې راټول شوي دي.

د کیوبا جمهور رییس راول کاسترو نن په خپله افتتاحی وینا کې غږ وکړ چې یو نوی مالی او اقتصادی او ېو نوی نړېوال نظام باید تشکیل شي.

د کیوبا جمهور رییس وویل چې نوی مالي او پولي نظام باید مخ په پرختیا هېوادونو ته د مرستې ورکو په وخت ترجیح ورکړي خو هغه په دې باب نور تفصېلات ور نه کړل.

ښاغلي کاسټرو د ناپېیلو هیوادونو د نهضت دورانی ریاست د مصر جمهور رییس حسني مبارک ته ور وسپاره.

د مصر جمهور رییس به د راتلونکو دریو کلونو لپاره ددغه نهضت مشري په غاړه ولري.

د بې طرفه هیواودنو په ټولنه کې یو سلو اتلس هیوادونه غړیتوب لري او د مشرانو په دې روانه غونډه کې یې د افرېقا، منځني ختیځ، اسیا او لاتینې امریکا د هیوادونو مشران برخه اخلی.

بلا روس یواځنی اروپايي هیواد دی چې په دغه نهضت کې شامل شوی دی.

د بی طرفه هیوادونو د مشرانو ١٩٦١ میلادي کې وشوه دا نهضت د ساړه جنگ په زمانه کی جوړ شو او هدف ېې دا و چې د پخواني شوروي اتحاد او متحده ایالاتو تر منځ به خپله بې طرفي ساتي.

XS
SM
MD
LG